صنعا : د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، چې په یمن کې د حوثیانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د جګړو له پراخېدو وروسته ۹۳ زره او ۸۶۴ کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
د سازمان د سپتمبر د ۱۴مې د معلوماتو له مخې، تر ټولو زیات خلک په تعز او لحج کې بې ځایه شوي دي. یوازې د تعز په جبل حبشي سیمه کې ۱۸ زره او ۸۴۰ کسان او په المعافر کې ۹ زره او ۹۶۶ کسان له خپلو کورونو وتلي دي.
په لحج کې هم د جګړو له امله زرګونه کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوې دي. په المضاربه کې ۱۶ زره او ۴۶۴ او په توبن کې ۲ زره او ۸۹۲ کسان بې ځایه شوي دي. په عدن، حدیده، ابین او د تعز په نورو سیمو کې هم خلک له خپلو کورونو وتلي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، تر دوه زره زیات یمنیان د سره سمندر له لارې جیبوتي ته هم رسېدلي دي. په یمن کې د تېلو سخت کمي د هغو کسانو سفر ستونزمن کړی چې غواړي د جګړو له سیمو ووځي او جیبوتي ته واوړي.
په جیبوتي کې چارواکي او مرستندویه ادارې نویو ورغلو کسانو ته خواړه او د اوسېدو ځای برابروي، خو وايي که د خلکو ورتګ زیات شي، پر شته امکاناتو به فشار نور هم زیات شي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د بې ځایه شویو کورنیو لپاره د سرپناه، پاکو اوبو او روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.


شال نیوز