صنعا : د یمن د انصارالله د سیاسي دفتر غړي ،محمد البخیتي، د سعودي عرب هغه تور رد کړی چې ګواکې حوثیانو د مکې پر لور ډرون استولی و، او ویلي یې دي چې د دوي پوځي عملیات د اسلامي مقدسو ځایونو پر ضد نه دي.

 

البخیتي ویلي، د یمن خلک او حکومت ځان د مکې، مدینې او بیت‌المقدس د مقدسو ځایونو مدافع بولي. د هغه په وینا، دا منطقي نه ده چې هغه ډله چې د بیت‌ المقدس د دفاع خبره کوي، پر مکې برید وکړي.

 

نوموړي د سعودي تورونه د ریاض له خوا «لوي دروغ» بللي او ویلي یې دي چې سعودي عرب غواړي په دې توګه په روانه جګړه کې خپلې پوځي ستونزې پټې کړي. البخیتي همداراز خبرداری ورکړی چې که پر مکې یا مدینې کوم برید وشي او پړه یې پر یمن واچول شي، انصارالله به سخت ځواب ورکړي.

 

دا د البخیتي وینا ده او د سعودي عرب له خوا د دې مشخصو تورونو په اړه ځواب لا نه دی لیدل شوی.

 

سعودي وايي مکې ته نږدې یې د حوثیانو ډرون ویشتلی؛ حوثیان د مکې په نښه کول ردوي
سعودي وايي مکې ته نږدې یې د حوثیانو ډرون ویشتلی؛ حوثیان د مکې په نښه کول ردوي
یمن کې نږدې ۹۴ زره کسان د تازه جګړو له امله بې‌ ځایه شوي
یمن کې نږدې ۹۴ زره کسان د تازه جګړو له امله بې‌ ځایه شوي
حوثیان باب‌ المندب ته رسېدلي؛ سعودي له امریکا پوځي مرسته غواړي، ټرمپ مستقیم برید نه غواړي
حوثیان باب‌ المندب ته رسېدلي؛ سعودي له امریکا پوځي مرسته غواړي، ټرمپ مستقیم برید نه غواړي

 

سعودي عرب بیا وايي، د ،د سپتمبر په ۱۵مه، په ماښام یې د مکې سویل ته یو ډرون تر هغه مخکې نسکور کړ چې د مکې ممنوعه هوايي سیمې ته داخل شي. ریاض حوثیان د دغه ډرون په استولو تورن کړي او ویلي یې دي چې د مکې او مدینې امنیت ورته «سره کرښه» ده. حوثیانو دا تور رد کړی دی.

 

د یمن د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي چې د دوي وروستیو بریدونو د سعودي پوځي اډې او په ینبع کې د تېلو تاسیسات په نښه کړي، خو مکه یې هدف نه وه.