صنعا / ریاض : په یمن کې د حوثیانو چټک پرمختګ، د سعودي عربستان پر مهم د تېلو پایپ‌ لاین ډرون برید او د امریکا له خوا د مستقیمې پوځي مداخلې نه ډډه، د منځني ختیځ روان کړکېچ نوي پړاو ته رسولی دی.

 

حوثي ځواکونو ،د سپتمبر په ۱۲مه، د یمن د سرې بحیرې پر غاړه له چټک پرمختګ وروسته د میون، یا پریم، ټاپو نیولی دی. دغه ټاپو د باب‌ المندب په تنګي کې پروت دی، هغه مهمه سمندري لاره چې سره بحیره د عدن له خلیج او عربي سمندر سره نښلوي.

 

رویټرز وايي، چې د حوثیانو دغه پرمختګ هغوي ته دا توان ورکوي چې د باب‌ المندب پر سمندري لارې فشار زیات کړي، خو د ټاپو نیول په دې معنا نه دي چې حوثیان د ټول باب‌ المندب تنګی بشپړ کنټرولوي.

 

د راپورونو له مخې، د سعودي ولي عهد ،محمد بن سلمان، د امریکا له ولسمشر ،ډونالډ ټرمپ، سره ټیلیفوني خبرې کړې او ترې غوښتي یې دي چې امریکا د حوثیانو پر ضد مستقیم پوځي بریدونه وکړي. اکسیوس د امریکايي چارواکو له قوله وايي، چې واشنګټن د سعودي دغه غوښتنه نه ده منلې.

 

حوثیانو د باب‌ المندب په منځ کې میون ټاپو نیولی؛ سعودي پر المخا هوايي بریدونه کړي
حوثیانو د باب‌ المندب په منځ کې میون ټاپو نیولی؛ سعودي پر المخا هوايي بریدونه کړي

 

امریکا ویلي دي، چې له سعودي عربستان سره به استخباراتي معلومات شریک کړي او ملاتړ به یې زیات کړي، خو په اوس وخت کې نه غواړي په یمن کې د حوثیانو پر ضد په مستقیمه جګړه کې داخل شي.

 

د امریکا لپاره د سرې بحیرې او باب‌ المندب د سمندري لارې پرانیستې ساتل مهم بلل کېږي. ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته ویلي دي چې حوثیانو د هغه له حکومت سره تماس نیولی او ورته یې ویلي دي چې نه غواړي امریکا د یمن په جګړه کې مستقیمه مداخله وکړي.

 

ټرمپ ویلي دي، چې د ده د معلوماتو له مخې حوثیان ډېرو بېړیو ته د تېرېدو اجازه ورکوي، خو له یو هېواد سره ستونزه لري. هغه د دغه هېواد نوم نه دی اخیستی. بل لور ته حوثیانو د ټرمپ د تماس دعوه رد کړې او ویلي یې دي چې ټرمپ بې بنسټه کیسي کوي.

 

انصار الله د ټرمپ د تماس خبره رد کړه: ټرمپ بې‌ بنسټه کیسې کوي
انصار الله د ټرمپ د تماس خبره رد کړه: ټرمپ بې‌ بنسټه کیسې کوي

 

بل لور ته، سعودي عربستان خپل د ختیځ نه لوېدیځ ته غځېدلی د تېلو مهم پایپ‌ لاین د ډرون برید وروسته په موقتي ډول تړلی دی. دا پایپ‌ لاین شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره اوږد دی او د سعودي د ختیځو تېل‌ لرونکو سیمو خام تېل د سرې بحیرې ساحل ته رسوي.

 

رویټرز وايي، چې په دې وروستیو کې له دې لارې هره ورځ شاوخوا څلور تر پنځه میلیونه بیرله تېل لېږدول کېدل. دا اندازه د نړۍ د ورځني تېلو د رسولو نږدې پنځه فیصده جوړوي. د هرمز تنګي د ستونزو له زیاتېدو وروسته دغه پایپ‌ لاین سعودي عربستان ته ځکه ډېر مهم شوی و چې د هرمز له لارې د تېلو د لېږد بدیل بلل کېده.

 

د عراق حکومت منلې ده چې د سعودي پر پایپ‌ لاین په برید کې کارول شوي ډرونونه د عراق له خاورې پورته شوي وو. بغداد ویلي دي، چې په دې اړه یې پلټنې پېل کړې دي. عراقي چارواکو په میسان سیمه کې یو پوځي مشر له دندې لیرې کړی او د برید د سرچینې د معلومولو هڅې روانې دي.

 

محمد بن سلمان له ټرمپ غوښتي چې پر حوثیانو بریدونه وکړي؛ ټرمپ غوښتنه رد کړې
محمد بن سلمان له ټرمپ غوښتي چې پر حوثیانو بریدونه وکړي؛ ټرمپ غوښتنه رد کړې

 

په عراق کې ایران ته نږدې ځینو وسله‌ والو ډلو په برید کې لاس لرل رد کړي دي. تر اوسه په خپلواک ډول نه ده روښانه شوې چې برید کومې ډلې کړی و. ولسمشر ټرمپ ویلي دي، دی فکر کوي چې ایران ښيي د سعودي پر پایپ‌ لاین د برید تر شا وي. خو واشنګټن تر اوسه داسې عامه ثبوت نه دی وړاندې کړی چې وښيي تهران په مستقیم ډول دغه برید کړی یا یې امر ورکړی و.

 

ایران هم د سعودي پر پایپ‌ لاین په برید کې خپل مستقیم لاس لرل نه دي منلي.

 

باب‌ المندب د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی. له دې تنګي څخه بېړۍ د عربي سمندر او عدن خلیج نه سرې بحیرې ته داخلیږي او بیا د سویز کانال له لارې اروپا ته ځي. په عادي حالاتو کې د تېلو، سوداګریزو توکو او کانټینرونو لویه برخه له همدې لارې لېږدول کېږي.

 

اوس د امریکا او سعودي لپاره ستونزه دا ده چې په ختیځ کې هرمز تنګی له مخکې د ایران او امریکا د جګړې له امله سخت اغېزمن شوی دی او په لوېدیځ کې حوثیان د باب‌ المندب پر لور پرمختګ کوي. په همدې وخت کې هغه سعودي پایپ‌ لاین هم په نښه شوی چې د هرمز د ستونزې پر مهال بدیله لار وه.

 

رویټرز دا وضعیت د امریکا لپاره یوه نوې ستراتیژیکه ستونزه بولي.

 

د حوثیانو له وروستي پرمختګ سره په یمن کې زرګونه ملکي وګړي هم له خپلو کورونو وتلي دي. اې پي د کډوالۍ نړیوال سازمان له قوله وايي، چې د جولایۍ له میاشتې راهیسې لږ تر لږه ۷۶ زره کسان بې‌ ځایه شوي دي. ډېرو کورنیو د یمن سویلي سیمو، په ځانګړي ډول عدن، ته پناه وړې ده.

 

رویټرز : پاکستان، ترکیه او سعودي عرب موافق شوي چې خپل ځواکونه به یمن ته نه داخلوي
رویټرز : پاکستان، ترکیه او سعودي عرب موافق شوي چې خپل ځواکونه به یمن ته نه داخلوي

 

ملګري ملتونه اندېښنه لري چې د جګړې پراخېدل به یمن یو ځل بیا له سخت بشري ناورین سره مخ کړي. اوس تر ټولو مهمې پوښتنې دا دي چې حوثیان به د باب‌ المندب پر شاوخوا خپل پرمختګ نور هم پراخ کړي که نه، سعودي عربستان به د امریکا له مستقیم پوځي ملاتړ پرته په یمن کې خپل عملیات زیات کړي که نه، او واشنګټن به که د سمندري بېړیو تګ راتګ نور هم له خطر سره مخ شي، خپله اوسنۍ پرېکړه بدله کړي که نه.

 

تر اوسه د ټرمپ حکومت ښکاره کړې ده چې له سعودي سره د استخباراتي مرستې دوام غواړي، خو په یمن کې له یوې بلې مستقیمې امریکايي جګړې ځان ساتي. په همدې حال کې د حوثیانو چټک پرمختګ، د سعودي د تېلو پر مهمې لارې برید او د هرمز روان کړکېچ ښيي چې د یمن جګړه اوس یوازې د یمن دننه جګړه نه ده، بلکې د سرې بحیرې، خلیج او د نړۍ د تېلو او سوداګرۍ پر مهمو لارو یې اغېز مخ په زیاتېدو دی.