صنعا : د یمن د انصارالله د سیاسي دفتر یو غړي ،د سپتمبر په ۱۲مه، د امریکا د ولسمشر ،ډونالډ ټرمپ، هغه خبره رد کړې ده چې ګواکې حوثیانو د هغه له ادارې سره تماس نیولی او نه غواړي امریکا د یمن په روانه جګړه کې ورګډه شي.
د انصارالله دغه چارواکي ویلي:
«ټرمپ د خپل عادت له مخې دروغ او بې بنسټه خبرې کوي او داسې کیسې بیانوي چې حقیقت نه لري.»
نوموړي د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې یو متل هم یاد کړی او ویلي یې دي: «هغه لاس چې ماتولی یې نه شې، ښکل یې کړه او د ماتېدو دعا یې وکړه.»
ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو چې حوثیانو د هغه له ادارې سره تماس نیولی او پیغام یې ورکړی دی چې له امریکا سره مستقیمه جګړه نه غواړي. ټرمپ دا هم ویلي دي چې حوثیان ډېر سمندري تګ راتګ ته اجازه ورکوي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې په یمن او سره سمندر کې حالات په چټکۍ بدلېږي او واشنګټن تر اوسه د حوثیانو پر ضد د مستقیمو پوځي بریدونو غوښتنه نه ده منلې؛ امریکا سعودي عرب ته د استخباراتي معلوماتو او هدفونو په ټاکلو کې د مرستې وړاندیز کړی دی.


شال نیوز