واشنګټن : اکسیوس د دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چې د سعودي عرب ولي عهد ،محمد بن سلمان، د پنجشنبې په ورځ ،د سپتمبر په ۱۰مه، دوه ځله د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړې او ترې غوښتي یې دي چې امریکا په یمن کې د حوثیانو پر ضد سمدستي هوايي بریدونه وکړي.
د اکسیوس په وینا، ټرمپ دا غوښتنه رد کړې ده. امریکايي چارواکو ویلي دي، چې د ټرمپ اداره دا مهال نه غواړي د حوثیانو پر ضد په مستقیم پوځي اقدام لاس پورې کړي او هڅه کوي چې د سعودي عرب ملاتړ زیات کړي، خو په یمن کې د جګړې بل مستقیم امریکايي محاذ پرانیستل نه غواړي.
راپور وايي، چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر ،اډمیرل براډ کوپر، هم په دې ورځ د بېړنۍ همغږۍ لپاره سعودي عرب ته تللی دی. امریکايي پوځي او ملکي چارواکو په وروستیو اوونیو کې سعودي چارواکو ته ویلي دي چې د ټرمپ لارښوونه دا ده چې امریکايي ځواکونه پر ایران او د هرمز تنګي پر امنیت متمرکز پاتې شي او له بلې مستقیمې جګړې ځان وساتي.
د محمد بن سلمان غوښتنه وروسته له هغې شوې ده چې حوثي ځواکونو د یمن د سره سمندر پر ساحل پرمختګ وکړ او د المخا مهم بندري ښار یې ونیو. دغه پرمختګ حوثیان د باب المندب ستراتیژیک تنګي ته نور هم نږدې کړي، هغه سمندري لار چې د نړیوالې سوداګرۍ او د سعودي د تېلو د لېږد لپاره ځانګړی اهمیت لري.


شال نیوز