ریاض / اسلام‌ اباد : رویټرز وايي، چې د سعودي عرب، پاکستان او ترکیې ترمنځ د مکې د ګډ دفاعي تړون له لاسلیک وروسته، پر سعودي عرب د حوثیانو وروستیو بریدونو دغه تړون له یوې مهمې ازموینې سره مخ کړی دی، خو درې واړه هېوادونه موافق شوي دي چې خپل ځواکونه به یمن ته نه داخلوي.

 

رویټرز د یوې پاکستانۍ سرچینې له قوله ویلي دي، چې سعودي چارواکو په ریاض کې د پاکستان او ترکیې له لوړپوړو پوځي استازو سره د حوثیانو د بریدونو په اړه د ګډ غبرګون پر څرنګوالي خبرې کړې دي. د سرچینې په وینا، په دغو خبرو کې موافقه شوې ده چې د درې واړو هېوادونو ځواکونه به یمن ته نه داخلیږي او که پوځي غبرګون ته اړتیا پېښېږي، هغه به د سعودي عرب له خاورې ترسره کېږي.

 

یوې بلې پاکستانۍ سرچینې رویټرز ته ویلي دي، چې اسلام‌ اباد تر اوسه د حوثیانو پر ضد د سعودي عرب په غچ اخیستونکو بریدونو کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې. د سرچینې په وینا، د پاکستان دریځ دا دی چې د مکې دفاعي تړون دفاعي بڼه لري او د پاکستان پوځي رول به د سعودي عرب د خاورې تر دفاع محدود وي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د سپټمبر پر ۱۰مه، ویلي دي چې د حوثیانو د بریدونو په ځواب کې د مکې د دفاعي تړون له مخې د پاکستان د کوم پوځي اقدام په اړه تر اوسه خبرې نه دي شوې.

 

یمن : حوثیان وايي سعودي عرب په څو سیمو ۳۲ هوايي بریدونه کړي
یمن : حوثیان وايي سعودي عرب په څو سیمو ۳۲ هوايي بریدونه کړي
حوثیانو پر سعودي عربستان تازه توغندیز او ډرون بریدونه کړي؛ ۷۳ کسان ټپیان دي
حوثیانو پر سعودي عربستان تازه توغندیز او ډرون بریدونه کړي؛ ۷۳ کسان ټپیان دي

 

د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان په اسلام‌ اباد کې خبریالانو ته ویلي دي، چې دا مهال د پوځي غبرګون کومه موضوع تر بحث لاندې نه ده، خو زیاته یې کړه چې کله وخت راشي، پاکستان به د تړون له مخې اقدام وکړي.

 

پاکستان، سعودي عرب او ترکیې تېره میاشت ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړی و. د دغه تړون له مخې، پر یو غړي هېواد وسله‌وال برید پر ټولو درې واړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.

 

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم تر دې وړاندې ویلي وو، چې که بریدونه د سعودي عرب خاورې ته وغځېږي، د ریاض، اسلام‌ اباد او انقرې ترمنځ ګډ امنیتي تړون عملي کېدی شي. نوموړي ویلي وو، چې پر یو هېواد تېری به پر ټولو درې واړو هېوادونو تېری بلل کېږي.

 

دا بحث وروسته له هغه زیات شو چې د یمن حوثیانو د سعودي عرب پر سویلي ښارونو او د تېلو پر تاسیساتو د توغندیو او بې‌ پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل. سعودي چارواکي وايي، چې په وروستیو بریدونو کې ۷۳ کسان زخمیان شوي او د انرژۍ په ځینو تاسیساتو کې اور لګېدلی و. حوثیانو د خمیس مشیط پر هوايي اډې او په ابها، نجران او جازان کې د تېلو پر تاسیساتو د بریدونو مسوولیت منلی دی.

 

له دغو بریدونو وروسته سعودي عرب په یمن کې هوايي بریدونه زیات کړي دي. د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي دي چې سعودي الوتکو د یمن په بېلابېلو سیمو کې لسګونه هوايي بریدونه کړي دي او خبرداری یې ورکړی چې دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

 

پاکستان په همدې وخت کې له ایران سره هم اړیکه نیولې ده. رویټرز د سعودي، پاکستاني او ایراني سرچینو له قوله وايي، چې اسلام‌ اباد تهران ته د سعودي عرب پیغام رسولی او ترې یې غوښتي دي چې پر حوثیانو خپل نفوذ وکاروي څو پر سعودي عرب بریدونه ودروي.

 

یو لوړپوړي ایراني چارواکي رویټرز ته تایید کړې ده چې پاکستان دغه پیغام تهران ته رسولی، خو د ایران ځواب دا و چې تهران پر حوثیانو واک نه لري.

 

سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې «د مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کړ
سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې «د مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کړ
خواجه اصف : پر سعودي د حوثیانو د بریدونو دوام د مکې دفاعي تړون عملي کولی شي؛ پاکستان به خپلې ژمنې پوره کوي
خواجه اصف : پر سعودي د حوثیانو د بریدونو دوام د مکې دفاعي تړون عملي کولی شي؛ پاکستان به خپلې ژمنې پوره کوي

 

پاکستان وايي، په اوسني پړاو کې یې لومړیتوب د کړکېچ د لا پراخېدو مخنیوی او ډیپلوماتیک حل دی. د رویټرز یوې سیمه‌ ییزې سرچینې ویلي دي، چې اسلام‌ اباد هڅه کوي وضعیت هغه ځای ته ونه رسېږي چې پاکستان په عملي پوځي ډول د سعودي عرب په دفاع کې ښکېل شي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي دي چې اوس مهال د مکې په دفاعي تړون کې د نورو هېوادونو د شاملولو کوم پلان نشته.

 

د یمن او سعودي عرب ترمنځ تازه نښتې په داسې وخت کې زیاتې شوې چې په سیمه کې د امریکا او ایران جګړه هم روانه ده. رویټرز وايي، د حوثیانو بریدونو او د یمن د جګړې بیا تودېدو د سره سمندر او باب المندب له لارې د سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد پر امنیت اندېښنې زیاتې کړې دي.