تالقان (شال نیوز) : د تخار ولایت امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې یې له یوه شخصي امبولانس څخه ۶۱۴ کیلوګرامه اپیم نیولي دي.

 

د امنیه قوماندانۍ په وینا، دغه نشه يي توکي په امبولانس کې پټ کړل شوي وو او له بدخشان څخه تخار ته وړل کېدل، خو امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې ده.

 

د تخار امنیه قومانداني وايي، شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې یې هم په دغه ولایت کې له یوه شخصي امبولانس څخه ۴۲۰ کیلوګرامه اپیم نیولي وو.

 

چارواکو نه دي ویلي چې د دې پېښې په تړاو څوک نیول شوي دي او که نه. دا هم نه ده څرګنده چې په دواړو پېښو کې کارول شوي امبولانسونه د کومو روغتیايي ادارو وو.