مسکو (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مسکو کي د افغانستان د سفارت د نوې ودانۍ لپاره ځانګړې شوې ځمکه له نږدې کتلې ده. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، روسیې د مسکو ښار په یوه مهمه سیمه کي د افغانستان د سفارت لپاره ۱.۶۸ هکټاره ځمکه ځانګړې کړې ده.
د وزارت په وینا، دا ځمکه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د هغې ادارې له خوا ځانګړې شوې چې په دغه هېواد کي د بهرنیو سفارتونو چارې سمبالوي. ټاکل شوې چې پر دې ځمکه د افغانستان د سفارت نوې ودانۍ او نورې اړینې برخې جوړې شي چې د سفارت اداري، قونسلي او کلتوري چارې به پکي ترسره کېږي.
په مسکو کي د افغانستان سفیر ګل حسن حسن هم د ځمکې د کتنې پر مهال له متقي سره ملګری و. متقي د اکتوبر په پنځمه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کي د ګډون لپاره روسیې ته تللی و.
په دې غونډه کي د افغانستان ترڅنګ د روسیې، چین، ایران، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و. متقي غونډې ته په خپله وینا کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د خبرو له لارې د هوارولو غوښتنه وکړه.
نوموړي د غونډې په څنډه کي له روسي چارواکو او د ایران، چین او نورو هېوادونو له استازو سره هم لیدلي او پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو حالاتو یې خبرې کړې دي. خو د مسکو فارمټ ګډونوال د غونډې په پای کي د ګډې اعلامیې پر خپرولو سلا نه شول.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د افغانستان او پاکستان د استازو ترمنځ اختلافونه د ګډې اعلامیې د نه خپرېدو لامل شول. روسیې د ۲۰۲۵ کال په جولای کي د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی و او لومړنی هېواد شو چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې دا ګام واخیست.
د مسکو په ښار کي د افغانستان د نوي سفارت لپاره د ځمکې ځانګړې کېدل په داسې وخت کي مخې ته راغلي چې روسیه او د طالبانو حکومت د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو هڅې کوي. د سفارت د نوې ودانۍ د جوړولو د پیل، لګښت او بشپړېدو د نېټې په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.


شال نیوز