پېښور (شال نیوز) : پېښور های کورټ د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر محمد سهیل اپریدي ته د پاکستان تحریک انصاف په لانګ مارچ کي د سرکاري هېلي کاپټر د کارولو په اړه نوټس ورکړی او ترې یې ځواب غوښتی دی.

 

د پنجشنبې په ورځ د پېښور های کورټ چیف جسټس اېس اېم عارف شاه په مشرۍ دوه کسیز بنچ د دې مقدمې اورېدنه وکړه. دا درخواست د پاکستان مسلم لیګ نون غړي ظاهر خان د خپل وکیل یاسین رضا په وسیله جمع کړی دی.

 

په درخواست کي ویل شوي چې اعلا وزیر سهیل اپریدي د تحریک انصاف د سیاسي فعالیتونو لپاره سرکاري وسایل کارولي دي. د درخواست کوونکي وکیل یاسین رضا عدالت ته ویلي چې اعلا وزیر د تحریک انصاف په لانګ مارچ کي د ګډون لپاره سرکاري هېلي کاپټر کارولی دی.

 

د نوموړي په وینا، پېښور های کورټ د ۲۰۲۵ کال په نومبر کي د یوې پرېکړې له مخې په سیاسي فعالیتونو کي د سرکاري وسایلو پر کارولو بندیز لګولی و. هغه عدالت ته دا هم ویلي چې اسلام اباد های کورټ په دې وروستیو کي د ورته موضوع په اړه حکم ورکړی دی.

 

عدالت د درخواست له اورېدو وروسته اعلا وزیر سهیل اپریدي ته نوټس ورکړی او ترې یې ځواب غوښتی دی.

 

د اکتوبر په څلورمه د اعلا وزیر د رسنیو څانګې یوه ویډیو خپره کړې وه چې پکي سهیل اپریدي په هېلي کاپټر کي لکي مروت ته رسېږي. په ویډیو کي د تحریک انصاف یو شمېر پلویان هم لیدل کېږي چې د ګوند بیرغونه یې په لاسونو کي نیولي او د اعلا وزیر هرکلی کوي.

 

د تحریک انصاف لانګ مارچ د اکتوبر په څلورمه له لکي مروته د سهیل اپریدي په مشرۍ پیل شوی و. د لانګ مارچ لپاره یو لوی ټرک د مرکزي سټېج په توګه جوړ شوی چې د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان انځور او د هغه د خوشې کولو شعار پرې لګېدلی دی.

 

سهیل اپریدي په لکي مروت کي د زرګونو کسانو یوې غونډې ته په وینا کي له خلکو غوښتي وو چې د پاکستان لپاره له خپلو کورونو راووځي. د اعلا وزیر د هېلي کاپټر ویډیو له خپرېدو وروسته پر ټولنیزو رسنیو هم د سرکاري هېلي کاپټر د کارولو په اړه بحثونه پیل شوي دي.

 

تر اوسه د دې درخواست په اړه د اعلا وزیر سهیل اپریدي دریځ نه دی څرګند شوی. پېښور های کورټ لا په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې چې په لانګ مارچ کي د ګډون لپاره د سرکاري هېلي کاپټر کارول له قانون سره سم وو او که نه.