فرانسه (شال نیوز) : د افغانستان د ښځو د حقونو او د نجونو د زدهکړو د فعالې زرقا یفتلي د ژوند او کار په اړه جوړ شوي مستند فلم د فرانسې د ۲۰۲۶ کال د کن د کارپوریټ رسنیو او ټلوېزیوني فلمونو په نړیواله سیالۍ کي د سپینو زرو دلفین جایزه ګټلې ده.
د سیالۍ د ګټونکو د خپاره شوي نوملړ له مخې، «په افغانستان کي د هیلو زدهکړه: د زرقا کیسه» نومي فلم د مستند فلمونو او راپورونو په برخه کي د ښوونې او نوو کاري طریقو په کټګورۍ کي دا جایزه ترلاسه کړې ده.
دغه فلم د زرقا یفتلي د هغو هڅو کیسه کوي چې په افغانستان کي یې د نجونو د زدهکړو او د ښځو د حقونو لپاره کړې دي. د سیالۍ جوړوونکو ویلي چې د جایزو د وېش غونډه د سپټمبر په ۲۴مه د فرانسې په کوټ دازور سیمه کي شوې وه.
سږ کال د نړۍ له ۳۸ هېوادونو څخه ۲۵۳ فلمونه او نورې رسنیزې پروژې په ۶۳ بېلابېلو برخو کي وروستي نوملړ ته رسېدلې وې چې له دې ډلې ۱۸۲ اثارو د سرو زرو او سپینو زرو دلفین جایزې ګټلې دي.
د زرقا یفتلي په اړه جوړ شوی فلم په خپله برخه کي له دوو جایزه ګټونکو مستندو فلمونو څخه یو دی. بل فلم «غزه؛ پر زدهکړو جګړه» نومېږي چې د الجزیرې عربي ټلوېزیون لپاره جوړ شوی دی.
زرقا یفتلي له کلونو راهیسې په افغانستان کي د ښځو د حقونو او د نجونو د زدهکړو لپاره کار کوي. د هغې د فعالیتونو یوه مهمه برخه هغو افغان نجونو ته د زدهکړو د فرصتونو برابرول دي چې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري.
دغه جایزه په داسې وخت کي ورکړل شوې چې په افغانستان کي د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی دی. د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر راهیسې ښځې په پوهنتونونو کي هم د زدهکړو اجازه نه لري.
د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو په وار وار د دغو بندیزونو د ختمولو غوښتنه کړې ده، خو د طالبانو حکومت تر اوسه د نجونو د منځنیو او لوړو زدهکړو د بیا پیل اجازه نه ده ورکړې.


شال نیوز