واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا پر ایران د بیا برید وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو د امریکا دفاع وزارت ته ویل شوي چې د احتمالي پوځي عملیاتو لپاره خپل تیاری بشپړ کړي.

 

امریکايي خبري وېبپاڼې اکسیوس د اکتوبر پر اوومه د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې پر ایران د نویو بریدونو لپاره تر اوسه کومه نېټه نه ده ټاکل شوې، خو په راتلونکو درېیو یا څلورو اوونیو کي د پوځي اقدام پر امکان غور روان دی.

 

د راپور له مخې، د امریکا مرکزي پوځي قوماندانۍ ته ویل شوي چې د ایران پر ضد د پراخو بریدونو د بیا پیل لپاره خپل پلانونه بشپړ کړي. په دغو پلانونو کي د ایران پر اټومي تاسیساتو، د تېلو او انرژۍ پر مرکزونو او نورو مهمو پوځي ځایونو د بریدونو امکان هم شامل دی.

 

اکسیوس لیکلي چې ټرمپ په کمپ ډېوېډ کي له خپلو امنیتي سلاکارانو سره د ایران پر وضعیت خبرې کړې دي. نوموړي په وروستیو ورځو کي د اسرائیلو له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره هم دوه ځله ټیلیفوني خبرې کړې دي.

 

د سپینې ماڼۍ له خوا د پوځي پلانونو د چمتو کولو غوښتنه په دې معنا نه ده چې د برید پرېکړه شوې ده. د راپور له مخې، وروستۍ پرېکړه به ټرمپ کوي. دا راپور په داسې وخت کي خپور شوی چې د هرمز تنګي پر سر د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

 

رویټرز د اکتوبر پر اوومه د ایران د سپاه پاسداران د یوه سلاکار محمدرضا نقدي له قوله راپور ورکړی چې تهران د هرمز تنګي د هغو سمندري لارو د تړلو ګواښ کړی چې ایران یې ناقانونه بولي.

 

رویټرز په یوه بل راپور کي ویلي چې د سپتمبر له ۲۸مې د اکتوبر تر پنځمې پورې په هرمز تنګي کي د تېلو پر بېړیو د بریدونو، د برید د هڅو او ګواښونو لږ تر لږه ۱۲ پېښې ثبت شوې دي. د ایران پر ضد د نویو بریدونو په اړه د ټرمپ د حکومت دننه هم بېلابېل نظرونه شته.

 

د اټلانټیک مجلې د راپور له مخې، ځینې امریکايي چارواکي پر ایران د پوځي فشار زیاتولو پلوي کوي، خو نور بیا اندېښنه لري چې نوي بریدونه به جګړه نوره هم پراخه کړي، امریکايي ځواکونه به له خطر سره مخ کړي او د تېلو بیې به لوړې کړي.

 

امریکا منځني ختیځ ته درېیمه الوتکه وړونکې بېړۍ او زرګونه نور سرتېري لېږي
امریکا منځني ختیځ ته درېیمه الوتکه وړونکې بېړۍ او زرګونه نور سرتېري لېږي
پزشکیان : ایران خبرو ته تیار دی، خو د فشار په وړاندې به تسلیم نه شي
پزشکیان : ایران خبرو ته تیار دی، خو د فشار په وړاندې به تسلیم نه شي

 

امریکا په منځني ختیځ کي د خپلو ځواکونو د زیاتولو لپاره هم ګامونه اخیستي دي. د راپورونو له مخې، واشنګټن سیمې ته د یوې بلې الوتکه وړونکې جنګي بېړۍ او زرګونو سمندري سرتېرو د لېږلو پر تیاري بوخت دی.

 

د امریکا او ایران ترمنځ د اختلاف یوه بله مهمه موضوع د ایران اټومي پروګرام دی. واشنګټن غواړي تهران د یورانیمو د غني کولو په برخه کي محدودیتونه ومني، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې اړه اختلافونه لا نه دي هوار شوي.

 

تر اوسه سپینې ماڼۍ پر ایران د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیل اعلان نه دی کړی او دا هم نه ده څرګنده چې ټرمپ به کله وروستۍ پرېکړه کوي.