ریاض (ال نیوز) : د یمن حوثي وسله والې ډلې ویلي چې د سعودي عرب په پلازمېنه ریاض کي یې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر یو ځل بیا په بالېسټیک توغندي په نښه کړی دی. سعودي عرب تر اوسه د دې تازه برید پخلی نه دی کړی.
رویټرز خبري اژانس د اکتوبر پر اتمه راپور ورکړی چې حوثیانو د دغه برید اعلان څو ساعته وروسته له هغې کړی چې سعودي چارواکو په همدې هوايي ډګر کي د یوه مخکیني برید له امله د یو کس د وژل کېدو خبر ورکړی و.
د سعودي عرب د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې د اکتوبر پر شپږمه او اوومه د ریاض د ملک خالد او ابها پر نړیوالو هوايي ډګرونو په بریدونو کي درې کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.
د ادارې په وینا، د ریاض پر هوايي ډګر په برید کي یو سوډانی وګړی وژل شوی او اته نور کسان ټپیان شوي دي. په ټپیانو کي پنځه سعودیان، دوه مصریان او یو پاکستانی شامل دي.
په ابها هوايي ډګر کي بیا د مراکش او الجزایر دوه ښځې وژل شوې او ۲۸ نور کسان ټپیان شوي دي. د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي چې د ریاض پر هوايي ډګر یې توغندیز برید کړی، خو سعودي پوځي ائتلاف وايي چې د ریاض شمال ته یې یو بالېسټیک توغندی شنډ کړی دی.
ائتلاف دا هم ویلي چې د یمن په پلازمېنه صنعا کي یې د توغندي د توغولو هغه ځای له منځه وړی چې د ریاض د برید لپاره کارول شوی و.
په همدې حال کي د سعودي عرب په ملاتړ د یمن حکومتي ځواکونو او حوثیانو ترمنځ د سره سمندرګي پر غاړه، د بابالمندب تنګي او موخا ښار ته نږدې جګړې روانې دي.
د یمن حکومتي چارواکو ویلي چې حوثیانو د عدن نړیوال هوايي ډګر هم په بالېسټیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو ویشتلی دی. د چارواکو په وینا، یو توغندی د الوتکو د ځغاستې لیکې ته نږدې هغه وخت لګېدلی چې له قاهرې څخه یوه مسافر وړونکې الوتکه د ښکته کېدو په حال کي وه.
د سعودي عرب په مشرۍ پوځي ائتلاف ویلي چې د دغو بریدونو په ځواب کي یې د یمن په صعده، حدیده، جوف او مأرب کي د حوثیانو له ۸۰ څخه زیات پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې په یمن کي د جګړو د تازه پراخېدو له امله له دوو لکو زیات خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د بابالمندب تنګی د سره سمندرګي او عدن خلیج ترمنځ پروت دی او د نړیوالو سوداګریزو بېړیو او تېلو د لېږد یوه مهمه لار ده. په دې سیمه کي د جګړې پراخېدو د نړیوالې سوداګرۍ او سمندري تګ راتګ د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د حوثیانو د اکتوبر اتمې د تازه برید ادعا لا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې او د دې برید له امله د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.


شال نیوز