اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د پوځ ریټایرډ لېفټننټ جنرل نعمان محمود د پاکستان، سعودي عرب او ترکیې د ګډ دفاعي تړون د لومړي سیکرټري جنرل په توګه ټاکل شوی دی.
نعمان محمود د پاکستان د پوځ د ۱۱م کور پخوانی کمانډر دی، چې مرکز یې په پېښور کي دی. نوموړي په خېبر پښتونخوا او قبایلي ضلعو کي د وسله والو ډلو پر ضد د پوځي عملیاتو تجربه لري.
د پاکستان دفاعي شنونکي مسعود احمد خان عرب نیوز ته ویلي، نعمان محمود د پېښور د کور کمانډر په توګه د وسله والو ډلو پر ضد د عملیاتو تجربه لري او دا تجربه به د درېیو هېوادونو ترمنځ د دفاعي تړون په عملي کولو کي ورسره مرسته وکړي.
بل دفاعي شنونکی سید محمد علي وايي، د نعمان محمود تر ټولو مهمه ذمه واري به د پاکستان، سعودي عرب او ترکیې ترمنځ د ګډې پوځي تګلارې جوړول، د پوځي تربیې همغږي او د درېیو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ د ګډ کار لپاره انتظامي نظام برابرول وي.
نعمان محمود د ۲۰۱۹ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۱ کال تر نومبر پورې د پېښور کور کمانډر و. نوموړي تر دې وړاندې د پاکستان د استخباراتي ادارې، آی اېس آی، په مهمو څوکیو هم کار کړی دی.
د راپورونو له مخې، نعمان محمود د درېیو کلونو لپاره ټاکل شوی او په ریاض کي به د دفاعي تړون د مرکزي دفتر مشري کوي. د پاکستان، سعودي عرب او ترکیې د دفاعي همکارۍ موخه د درېیو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او پوځي اړیکو پیاوړي کول بلل شوي دي.
خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې نعمان محمود به د ګډو ځواکونو د مستقیمې پوځي مشرۍ واک هم لري او که به یې ذمه واري یوازې د درېیو هېوادونو ترمنځ د دفاعي چارو تر همغږۍ محدوده وي.


شال نیوز