کابل (شال نیوز) : د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر روسیې، هند او ایران غږ کړی چې د افغانستان په اړه دې، د ده په وینا، «دوه ګونې لوبې» پای ته ورسوي او د نیابتي ډلو پر ځای دې د افغانانو او سولې ملاتړ وکړي.

 

حکمتیار د چهارشنبې په ورځ پر اېکس لیکلي چې روسیه، هند او ایران په تېر کې په افغانستان کې د امریکا د حضور ملاتړ کړی و او اوس هم د هغو کسانو او ډلو له لارې خپلې موخې تعقیبوي چې ده «څو تابعیته ډلې» او د نیابتي جګړو عاملان بللي دي. نوموړي د کومې ځانګړې ډلې نوم نه دی اخیستی.

 

حکمتیار ویلي، دغه هېوادونه باید له افغانانو سره خپل دوه ګونی چلند پای ته ورسوي او د افغانستان د خلکو او د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.

 

د حزب اسلامي مشر تر دې مخکې هم د روسیې، ایران او هند د افغانستان د تګلارې په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې. هغه ویلي وو چې وېره لري دا هېوادونه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ د وخت په څېر بیا د طالبانو د مخالفو ډلو ملاتړ ته مخه کړي.

 

د حکمتیار دا څرګندونې په داسې وخت کې دي چې روسیې، هند او ایران له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي. روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی، په داسې حال کې چې هند او ایران له رسمي پېژندنې پرته له کابل سره سیاسي، اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې لري.

 

د روسیې، هند او ایران له خوا د حکمتیار د تازه څرګندونو په اړه تر اوسه کوم ځانګړی غبرګون نه دی خپور شوی.