واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان پولیس وايي، د پولیس ویلفیئر پروګرام له لارې پولیسو او ښځینه پولیسو ته د هغوی او د کورنیو د درملنې لپاره ټولې ۹ لکه او ۵۰ زره روپۍ مالي مرسته ورکړل شوې ده.

 

د پولیسو په وینا، د ضلعې پولیس مشر شاه حسن په واڼه پولیس لاینز کې دغه پیسې هغو پولیسو او ښځینه پولیسو ته ورکړې چې د خپل، مور او پلار یا ماشومانو د علاج لپاره مالي مرستې ته اړتیا لري.

 

پولیس وايي، دغه مرسته د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید او د ډېره اسماعیل خان د پولیسو د سیمه‌ییز مشر غلام مبشر میکن د لارښوونو له مخې شوې ده.

 

شاه حسن ویلي، د پولیسو روغتیا، هوساینه او د هغوی د کورنیو پالنه د پولیسو د ادارې په لومړیتوبونو کې شامله ده. نوموړي ویلي، د پولیس ویلفیئر له لارې به پولیسو او د هغوی کورنیو ته د اړتیا پر مهال د مالي او نورو اسانتیاوو ورکولو لړۍ روانه وي.