پېښور (شال نیوز) : د پېښور په متني سیمه کې د ترهګرۍ ضد څانګې سي ټي ډي او نورو امنیتي ادارو د ګډو عملیاتو پر مهال د فتنه الخوارج ډلې درې مشکوک وسله‌ وال وژل شوي دي.

 

د ترهګرۍ ضد څانګې سي ټي ډي د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې عبدالـرشید، سعیدالله او سعید نواب شامل دي. د سي ټې ډي چارواکي وايي، یادو کسانو د دولتي تاسیساتو پر وړاندې د بریدونو پلان جوړاوه.

 

د چارواکو په وینا، د هغوی د موجودیت په اړه د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کېدو وروسته د سي ټي ډي او نورو قانون پلي کوونکو ادارو ګډ عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې درې واړه مشکوک وسله‌وال ووژل شول.

 

د عملیاتو وروسته د وژل شویو کسانو له ولکې څخه دوه کلاشنکوفونه، یوه تومانچه، درې لاسي بمونه او شناختي کارډونه ترلاسه شوي دي. د سي ټي ډي چارواکي زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال ځینې نور مشکوک کسان په تېښته بریالي شوي دي، چې د نیولو لپاره یې په سیمه کې د لټون عملیات روان دي.

 

چارواکي وايي، امنیتي ادارې د تېښتې بریالیو کسانو د موندلو او نیولو لپاره هڅې کوي.