واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، روسیه د طاعون ناروغۍ د یوې شکمنې پېښې په اړه پوره معلومات نه ورکوي او د دغه هېواد چلند یې د کرونا وبا د پیل پر مهال د چین له چلند سره پرتله کړی دی.
ټرمپ د اکتوبر پر اوومه په سپینه ماڼۍ کي خبریالانو ته وویل، روسي چارواکي ټینګار کوي چې حالات یې تر کنټرول لاندي دي، خو امریکا لا هم د پېښې په اړه معلومات راټولوي.
هغه وویل: «چین هم ډېر څه نه ویل او روسیه هم ډېر معلومات نه ورکوي، خو وايي چې حالات یې تر کنټرول لاندي دي.»
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کي چې ایا په روسیه کي د یوې لابراتوار کارکوونکې مړینه له بیولوژیکي وسلو سره تړاو لري، وویل چې داسې فکر نه کوي، خو د پېښې په اړه به نور معلومات ترلاسه کړي.
دا اندېښنې وروسته له هغه پیدا شوې چې د روسیې د سایبریا په ایرکوتسک سیمه کي د طاعون ناروغۍ د څېړنې د یوه مرکز ۲۸ کلنه کارکوونکې داریا شیپیلووا د اکتوبر پر دویمه د سږو د نامعلومې ناروغۍ له امله مړه شوه.
روسي چارواکو ویلي چې د هغې د مړینې اصلي علت لا نه دی معلوم شوی او تر اوسه یې د طاعون ناروغي نه ده تایید کړې.
د پېښې وروسته شاوخوا ۲۰۰ کسان تر طبي څارنې لاندي ونیول شول. روسي چارواکي وايي، د زرګونو معایناتو پایلو د خطرناکې ساري ناروغۍ نښې نه دي ښودلې او د وبا د خپرېدو خطر نشته.
د روغتیا نړیوال سازمان بیا له روسیې غوښتي چې د مړې شوې کارکوونکې د ناروغۍ، د لابراتوار د معایناتو او د یوې بلې شکمنې پېښې په اړه بشپړ معلومات ورکړي. دغه سازمان وايي، د معلوماتو د کموالي له امله لا نه شي کولی د پېښې د خطر بشپړه ارزونه وکړي.
بلخوا ټرمپ ویلي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفوني خبرو پلان لري او غواړي د دې پېښې په اړه هم ورسره خبرې وکړي. خو د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ ټیلیفوني خبرې لا نه دي ټاکل شوې.
د یادونې ده چې د اکتوبر اوومه د پوتین د زوکړې ورځ هم وه او نوموړی ۷۴ کلن شو.
تر اوسه دا نه ده ثابته شوې چې روسۍ کارکوونکې د طاعون ناروغۍ له امله مړه شوې ده. د اروپا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکز هم ویلي چې د ناروغۍ د پرلهپسې خپرېدو شواهد نه لري.


شال نیوز