ایرکوتسک (شال نیوز) : د روسیې په سایبریا کي د طاعون او نورو خطرناکو ناروغیو د څېړنې د یوې ادارې ۲۸ کلنه کارکوونکې د سخت سینه‌بغل له امله مړه شوې او له هغې سره په تماس کي راغلي شاوخوا ۲۰۰ کسان تر طبي څارنې لاندي نیول شوي دي.

 

مړه شوې ښځه داریا شیپیلووا نومېده او د ایرکوتسک د طاعون ضد څېړنیزې ادارې کارکوونکې وه. هغه د ایرکوتسک ترڅنګ د شېلېخوف په یوه روغتون کي مړه شوې ده.

 

روسي روغتیايي چارواکي وايي، تر اوسه دا نه ده ثابته شوې چې شیپیلووا په طاعون اخته وه. د چارواکو په وینا، هغه په سخت سینه‌بغل اخته شوې وه او د مړینې د اصلي لامل معلومولو لپاره یې معاینې روانې دي.

 

له دې پېښې وروسته د شېلېخوف د روغتون ځینې برخې قرنطین شوې دي. چارواکي وايي، له شیپیلووا سره په تماس کي راغلي کسان معلوم شوي، معاینې یې شوې او تر طبي څارنې لاندي ساتل کېږي.

 

په روسي رسنیو او ټولنیزو شبکو کي داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکي شیپیلووا په لابراتوار کي د کار پر مهال د طاعون ژوندۍ بکتریا لرونکی ټېسټ ټیوب مات کړی و او له هغه وروسته ناروغه شوې وه.

 

خو د روسیې د عامې روغتیا ادارې دا راپورونه نه دي تایید کړي. ادارې ویلي، په لابراتوار کي د خطرناکو میکروبونو د کار پر مهال د کومې پېښې ثبوت نه دی موندل شوی. چارواکي وايي، تر اوسه داسې ثبوت هم نشته چې د شیپیلووا ناروغي دې په لابراتوار کي له کار سره تړاو ولري.

 

د روسیې د عامې روغتیا ادارې مشرې انا پوپووا له پېښې وروسته ایرکوتسک ته تللې او هلته یې له سیمه‌ییزو روغتیايي چارواکو سره غونډه کړې ده.

 

د ایرکوتسک والي ایګور کوبزېف ویلي، ټول هغه کسان معلوم شوي چې له مړې شوې کارکوونکې سره یې نږدې تماس درلود او د هغوی روغتیايي څارنه روانه ده.

 

روسي چارواکي وايي، د ادارې د کارکوونکو په معایناتو کي د کرونا وایرس دوه او د زکام د یوه ډول وایرس دوه پېښې موندل شوې دي، خو تر اوسه په هغوی کي د طاعون کومه پېښه نه ده موندل شوې.

 

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې عامو خلکو ته د دې پېښې خطر کم دی، خو د حالاتو څارنه روانه ده.

 

طاعون یوه خطرناکه ناروغي ده چې د یرسینیا پېسټیس په نوم بکتریا یې پیدا کوي. د طاعون د سږو ډول له یوه انسانه بل ته د ټوخي او ساه اخیستو له څاڅکو سره خپرېدای شي. که ناروغي پر وخت معلومه شي، په انټي‌بیوټیک درملو یې علاج کېدای شي.

 

تر اوسه دا نه ده ثابته شوې چې داریا شیپیلووا په طاعون مړه شوې ده. روسي چارواکي وايي، د هغې د مړینې د اصلي لامل معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.