خېبر (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر سهیل اپریدي د تحریک انصاف د لانګ مارچ ګډونوالو ته په وینا کې ویلي، تر څو چې دی وزیراعلی وي، په صوبه کې به د نورو پوځي عملیاتو اجازه ور نه کړي. اپریدي د اکتوبر پر اوومه په ضلع خېبر کې د لانګ مارچ ګډونوالو ته وویل چې دی به د صوبې د خلکو د ګټو خلاف د هرې تګلارې مخالفت کوي.
هغه وویل، د حکومت او تحریک انصاف ترمنځ وروستۍ خبرې سیاسي وې، خو د ده په وینا، پر صوبايي حکومت فشار و چې د یوه بل پوځي عملیاتو له تګلارې سره موافقه وکړي. د وفاقي حکومت له خوا د دې ځانګړې ادعا په اړه سمدستي غبرګون نه دی خپور شوی.
سهیل اپریدي د تیرا د بېځایه شویو خلکو یادونه وکړه او ویې ویل چې خلک په سخته یخنۍ کې له خپلو سیمو وتلو ته اړ شوي دي. هغه وویل، پخوانیو پوځي عملیاتو قبایلي سیمو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي او دی نه غواړي چې دا تجربه بیا تکرار شي.
نوموړي وویل، وفاقي حکومت د بېځایه شویو قبایلي کورنیو د بیا مېشتېدو لپاره د هرې کورنۍ په سر څلور لکه روپۍ ټاکلې دي، خو د ده په وینا دا اندازه د خلکو د زیانونو په پرتله کمه ده. هغه زیاته کړه چې د خېبر پښتونخوا حکومت د پوځي عملیاتو له امله د بېځایه شویو خلکو لپاره ۲۱ اربه روپۍ ورکړې دي.
اپریدي همداراز وویل چې په ۲۰۱۸ کال کې قبایلي ضلعې له خېبر پښتونخوا سره یوځای شوې، خو د ده په وینا مالي یوځای کېدل لا نه دي بشپړ شوي. هغه وویل چې وفاق د قبایلي ضلعو لپاره هر کال د ۱۰۰ اربه روپیو ورکولو مسوولیت لري.
اعلا وزیر د بلوچستان مثال هم ورکړ او ویې ویل، که یوازې له وفاقي امنیتي تګلارې سره همکاري د امن ضمانت وای، نو په بلوچستان کې به امنیتي ستونزې نه موجودېدې. اپریدي وویل چې لانګ مارچ به صوابۍ ته ځي او هلته به د راتلونکو ګامونو اعلان وکړي. هغه وویل، خپل دریځ یې د خلکو مخې ته ایښی او اوس خلک باید پرېکړه وکړي چې د چا ملاتړ کوي.


ابراهیم شینواری