د امریکا، اسراییل او ایران جګړې د پوځي ځواک، مخنیوي او نړیوال سیاست په اړه ډېر درسونه ورکړل، خو ښايي تر ټولو مهم درس یې د توغندیو په شمېر او د جنګي الوتکو په ځواک کې نه، بلکې د نړۍ په درېیو تنګو سمندري لارو کې پروت وي: هرمز تنګی، بابالمندب او سویز کانال.
دې جګړې یو ځل بیا وښوده چې په اوسنۍ نړۍ کې جغرافیه کله ناکله د پوځي ځواک لوی توپیر هم راکمولی شي. یو کمزوری هېواد یا وسله واله ډله اړ نه ده چې له یوه ستر ځواک سره په مخامخ جګړه کې بریالۍ شي.
کله کله دومره بس وي چې د تېلو، سوداګرۍ او مهمو توکو د لېږد یوه اساسي لار له خطر سره مخامخ کړي او مقابل لوري ته درانه اقتصادي او سیاسي زیانونه واړوي. د ایران جګړې همدا کمزوري په ډاګه کړې ده.
پوځي برلاسی تل سیاسي بریا نه راوړي
لومړی درس دا دی چې یوازې پوځي برلاسی د یوه هېواد سیاسي تسلیمېدل نه شي تضمینولی. امریکا د نړۍ تر ټولو پیاوړي پوځي امکانات لري، خو د ایران جګړې وښوده چې پوځي ځواک په خپله هغه سیاسي پایله نه شي راوستلی چې واشنګټن یې غواړي. ایران ته درانه زیانونه اوښتي، خو پوځي فشار په لازمي ډول د تهران سیاسي تسلیمېدو ته نه دی اوښتی.
د ایران له نظره هرمز یوازې یوه سوداګریزه سمندري لار نه ده. تهران ورته د خپل ملي امنیت او له امریکا او اسراییل سره د پراخې سیالۍ د یوې برخې په سترګه ګوري. له دې نظر سره موافقه یا مخالفت جلا بحث دی، خو دا مهمه ده چې ایران خپله هرمز څنګه ویني، ځکه همدا فکر د تهران پر پرېکړو او کړنو اغېز کوي.
هرمز؛ تنګه لار، ستر نړیوال اغېز
دویم درس د هرمز د جغرافیې دی. هرمز تنګ دی، خو اقتصادي اهمیت یې خورا لوی دی. د خلیج د تېلو او انرژۍ یوه لویه برخه له همدې لارې نړیوالو بازارونو ته ځي. که دغه لار د اوږدې مودې لپاره ګډوډه شي، اغېز یې یوازې ایران او خلیجي هېوادونو ته نه محدودېږي.
اسیایي اقتصادونه، اروپايي بازارونه، د بار وړلو نړیوال شرکتونه، د بیمې ادارې او مالي بازارونه ټول ورسره اغېزمنېږي. همدې جګړې وښوده چې د سمندري تګ راتګ ازادي یوازې په جنګي بېړیو نه شي خوندي کېدای.
د ۲۰۲۶ کال د جون د اسلاماباد د تفاهم په یادداشت کې هم دا موضوع مهمه وه. د راپورونو له مخې، په دغه تفاهم کې د امریکا د سمندري کلابندۍ د لرې کولو او د خوندي تګ راتګ ترڅنګ، عمان او د خلیج پر غاړه پرتو هېوادونو سره د هرمز د راتلونکي انتظام او امنیت په اړه د خبرو تصور هم موجود و.
د دې خبرې اصل ډېر مهم دی: کوم هېواد چې د هرمز د ګډوډولو توان لري، د هرمز د پرانیستي ساتلو په خبرو کې یې له پامه غورځول هم اسانه نه دي.
د سمندري تګ راتګ ازادي څه معنا لري؟
درېیمه مسئله دا ده چې د سمندري تګ راتګ ازادي او پوځي شخړه د تل لپاره له یو بل څخه جلا نه شي ساتل کېدای. د اسلاماباد د تفاهم پر ځینو برخو تهران او واشنګټن بېلابېل نظرونه لرل. ایراني چارواکو دا د عمان او نورو خلیجي هېوادونو سره د راتلونکو سمندري ترتیباتو د خبرو یوه برخه ګڼله، خو د امریکا تعبیر د بې خنډه تګ راتګ پر حق ولاړ و.
هر راتلونکی تړون باید په څرګندو ټکو ووايي چې د سمندري تګ راتګ ازادي څه معنا لري؛ سوداګریزې بېړۍ کوم حقونه لري، د پوځي بېړیو تګ راتګ به څنګه وي، بندیزونه به څنګه عملي کېږي او د سمندر پر غاړه پرتو هېوادونو واک او حقونه به تر کومه وي.
په ډیپلوماسۍ کې کله ناکله مبهمه ژبه د تړون لپاره لاره هواروي، خو د نړۍ د یوې دومره مهمې سمندري لارې په اړه مبهم شرطونه وروسته خپله د بلې شخړې سبب کېدای شي.
بابالمندب او د حوثیانو ځواک
څلورم درس بابالمندب وړاندې کړی دی. حوثیانو وښوده چې یوه له پوځي پلوه نسبتاً کمزورې وسله واله ډله هم د جغرافیې له امله له خپل اصلي ځواک څخه ډېر ستر اغېز پیدا کولی شي.
حوثیان د امریکا یا سعودي عرب په کچه پوځي امکانات نه لري، خو د سره سمندرګي او بابالمندب په شاوخوا کې د بېړیو د ګواښلو توان یې پر تر ځان ډېرو پیاوړو هېوادونو اقتصادي او امنیتي لګښتونه زیات کړي دي.
د دوی د ځواک یوه مهمه سرچینه جغرافیه ده. د یمن د سره سمندرګي پر ساحل د دوی شتون هغوی ته دا توان ورکوي چې له یمن څخه زرګونه کیلومتره لرې پر نړیوال تجارت اغېز وکړي.
ایا د حوثیانو هره پرېکړه د ایران ده؟
ایران حوثیانو ته وسلې، ټکنالوژي او روزنه ورکړې او د دواړو اړیکې د وخت په تېرېدو پراخې شوې دي، خو دا لازمه نه ده چې د حوثیانو هره پرېکړه دې د تهران په امر شوې وي. حوثیان خپلې یمني سیاسي او امنیتي موخې هم لري. ځینې وخت دغه موخې د ایران له ګټو سره یو ځای کېږي، خو ځینې پرېکړې یې د یمن د کورنیو حالاتو له مخې وي.
دا توپیر ځکه مهم دی چې د ایران د هر ملګري یا نږدې وسله وال لوري هر اقدام مستقیم د تهران امر بلل د سیمې پېچلی سیاست تر اړتیا ډېر ساده کوي.
هرمز، بابالمندب او سویز؛ یوه تړلې کړۍ
سویز کانال د دې انځور درېیمه مهمه برخه ده. هرمز خلیج له هند سمندر سره تړي، بابالمندب سره سمندرګی له عدن خلیج سره نښلوي او سویز بیا سره سمندرګی له مدیترانې سره وصلوي. دا درې واړه په ګډه د نړۍ د انرژۍ او سوداګرۍ یوه مهمه لړۍ جوړوي.
که په دې لړۍ کې یوه لار هم له جدي خنډ سره مخامخ شي، بېړۍ اړ کېږي اوږدې لارې وکاروي. د بار وړلو او بیمې بیې لوړېږي، مالونه ناوخته رسېږي او د انرژۍ بیې پورته ځي. همدا وجه ده چې د دې اوبو امنیت یوازې د ایران، یمن، مصر یا خلیجي هېوادونو مسئله نه ده.
د بدیلو لارو لټون
جګړې دا هم وښوده چې د سوداګرۍ لارې په نسبتاً لنډ وخت کې بدلېدای شي. کله چې یوه پخوانۍ سمندري لار خطرناکه شي، سوداګریز شرکتونه او هېوادونه د بدیل په لټه کې کېږي. پایپ لاینونه، بندرونه، رېل پټلۍ، وچې لارې او د انرژۍ نورې سرچینې ناڅاپه ستر اهمیت پیدا کوي.
که هرمز د اوږدې مودې لپاره له خطر سره مخامخ پاتې شي، هېوادونه به د تېلو او سوداګرۍ پر بدیلو لارو نوره پانګونه وکړي.
دلته د هرمز په ستراتیژیک اهمیت کې یو بل اړخ هم شته: یو هېواد ښايي نن خپله جغرافیه د فشار د وسیلې په توګه وکاروي، خو که دا فشار ډېر شي، نور هېوادونه به سبا داسې لارې جوړې کړي چې پر همدې جغرافیې خپله تکیه کمه کړي.
د ۲۱مې پېړۍ د جګړې نوې کمزوري
د خلیج د امنیت بحث د لسیزو لپاره تر ډېره پر جنګي الوتکو، توغندیو، سمندري ځواکونو، پوځي اډو او دفاعي وسلو راڅرخېده. اوسنۍ جګړه ښيي چې د یوه هېواد کمزوري باید یوازې په همدې تله ونه تلل شي.
یو نسبتاً کمزوری لوری که د نړۍ یوه مهمه سمندري تنګه لار له خطر سره مخامخولی شي، نو له خپل پوځي ځواک څخه ډېر ستر نړیوال اغېز پیدا کولی شي.
همدا د ۲۱مې پېړۍ د جګړو یو مهم تضاد دی: په جګړه کې پوځي ځواکمن توب لازماً دا معنا نه لري چې یو هېواد د اقتصادي او ستراتیژیک فشار پر وړاندې هم خوندي دی.
اغېز یوازې پر منځني ختیځ نه دی
د هرمز، بابالمندب او سویز د ګډوډۍ فشار د سیمې پر ساحلونو نه درېږي. د اسیا صنعتي اقتصادونو ته د انرژۍ او بار وړلو لګښتونه لوړېږي. اروپايي بازارونه د توکو له کمښت او ځنډ سره مخامخ کېږي. خلیجي هېوادونه د تېلو په صادراتو کې ستونزې ویني. د جنوبي اسیا هېوادونو ته واردات ګرانېږي او د بېړیو د بیمې بیې لوړېږي.
د پرمختیايي هېوادونو لپاره یې اغېز لا دروند دی، ځکه د تېلو او وارداتي توکو د بیو زیاتوالی په کور دننه ګراني زیاتوي او پر بهرنۍ سوداګرۍ فشار راوړي. له همدې امله د لوېدیځې اسیا دا سمندري لارې اوس یوازې سیمهییزې لارې نه دي؛ دا د نړیوال اقتصاد رګونه دي.
یوازې پوځي ځواک حل نه دی
د دې جګړې تر ټولو مهم درس ښايي دا وي چې د سمندري لارو امنیت یوازې په پوځي ځواک نه شي ټینګېدای. سمندري ځواکونه ضروري دي، د توغندیو دفاع مهمه ده، استخباراتي همکاري او څارنه هم خپل ځای لري، خو دا ټول د تل لپاره د سیاسي جوړجاړي ځای نه شي نیولی.
د ایران د جګړې تجربه ښيي چې دوامدار حل هغه وخت ممکن دی چې په خبرو کې هم هغه هېوادونه او لوري شامل وي چې د دې لارو د ګډوډولو جغرافیایي او پوځي توان لري او هم هغه هېوادونه چې اقتصادونه یې د دغو لارو پر خلاص پاتې کېدو ولاړ دي.
دا د ایران، سعودي عرب، اسراییل، حوثیانو یا بل کوم لوري د هرې خبرې منل نه دي. خبره یوازې دومره ده چې په نړیوال سیاست کې داسې امنیتي جوړښت ډېر وخت نه شي پاتې کېدای چې هغه لوري ترې بهر وساتل شي چې د ګډوډولو توان یې لري. همدا د هرمز اصلي درس دی.
اوس د لوېدیځې اسیا پر وړاندې پوښتنه یوازې دا نه ده چې له جګړې وروسته هرمز څنګه بېرته پرانیستل شي. لویه پوښتنه دا ده چې داسې سیمهییز امنیتي جوړښت څنګه رامنځته شي چې د هرمز تړل د هېچا لپاره اړین، ارزانه یا د منلو وړ انتخاب پاتې نه شي.
د دې پوښتنې ځواب د جګړې له ډګره بهر پروت دی.
د دې لیک دا لړۍ دوام لري…


اصف دراني