مکین (شال نیوز) : د بر جنوبي وزیرستان د تیارزې تاڼې په حدودو، خیسوره شولام سیمه کې د کور دننه په ډزو کې ګل الرحمن، مشهور په ګولې برکي، وژل شوی او زوی یې منصور ټپي شوی دی.

 

د لومړنیو معلوماتو له مخې، پېښه تر لفظي شخړې وروسته شوې ده. ویل کېږي چې دوه کسان د ګل الرحمن کور ته ورغلي او هلته یې ډزې کړې دي. په ډزو کې ګل الرحمن خپل ژوند له لاسه ورکړی او زوی یې منصور ټپي شوی دی.

 

ټپي منصور د درملنې لپاره د واڼه هیډکوارټر روغتون ته رسول شوی دی. د پېښې په تړاو دوه شکمن کسان وروسته په شراونګۍ چیک پوسټ کې نیول شوي او د تیارزې پولیسو ته سپارل شوي دي.

 

ځايي سرچینې وايي، شکمن کسان شاوخوا دوه بجې نیول شوي وو، خو د تیارزې پولیس نږدې درې ساعته وروسته شراونګۍ چیک پوسټ ته ورسېدل. د سرچینو په وینا، د چیک پوسټ او تیارزې تاڼې ترمنځ واټن شاوخوا لس کیلومتره دی.

 

ځینو ځايي خلکو د پولیسو پر ځنډ نیوکه کړې او له لوړپوړو پولیس چارواکو یې غوښتي چې د تیارزې تاڼې د غبرګون د وخت په اړه پلټنه وکړي.

 

تر اوسه د تیارزې پولیسو د دې نیوکو په اړه رسمي دریځ نه دی خپور کړی. د پېښې د علت او د نیول شویو کسانو پر ضد د قانوني کارروایۍ نور جزیات هم لا نه دي روښانه شوي.