لنډي کوتل (شال نیوز) : امنیتي ځواکونو د خېبر ضلعې په لنډي کوتل کې د امنیتي اندېښنو له امله د سلطان‌خېل، نېکي‌خېل او ولي‌خېل اوسېدونکي یو شمېر غرنیو او لرې پرتو سیمو ته له تګ څخه منع کړي دي.

 

په رسمي خبرتیا کې ویل شوي چې د ولي‌خېل نانګروسه، د سلطان‌خېل شپېله، ایسر او لکه سر، او د نېکي‌ خېل تنګه ناله او شاکري غرونو ته د خلکو تګ تر بل حکم پورې بند دی. په دغو سیمو کې پر سیل، مېلو او شخصي او کاروباري فعالیتونو هم بندیز لګول شوی دی.

 

چارواکو له خلکو غوښتي چې پر دې لارښوونو عمل وکړي. دا اقدام په داسې وخت کې شوی چې په لنډي کوتل او شاوخوا سیمو کې د وسله والو د تګ راتګ او د تښتونې د پېښو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

 

ځايي سرچینو ویلي چې په وروستیو اوونیو کې د مختیارخېل، اشخېل، سلطان‌خېل، کم شلمان، لکه سر او د جمرود د ملاګورو په ځینو برخو کې وسله وال لیدل شوي دي. د دوی په وینا، ځینو وسله والو د شپې پر فرعي سړکونو لنډمهاله پوستې جوړې کړې او د خلکو تلاشي یې اخیستې ده.

 

ځايي سرچینې وايي، وسله وال په موټرسایکلونو ګرځي او د اشخېل، مختیارخېل، پیروخېل او کم شلمان ترمنځ پر لارو د شپې تګ راتګ کوي.

 

خو د وسله والو د راتګ د لارې په اړه د ځايي او امنیتي سرچینو معلومات یو شان نه دي. ځینې ځايي سرچینې وايي، یو شمېر وسله وال د افغانستان له لوري د کابل سیند ترڅنګ له لږ استعمالېدونکو لارو کم شلمان ته داخل شوي او وروسته د مختیارخېل له لارې لکه سر ته ختلي دي.

 

امنیتي سرچینو بیا دا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې ډېری وسله وال له تیرا څخه د نانګروسې د غرنیو سیمو له لارې ولي‌خېل ته ورغلي او وروسته د مزرینې، کم شلمان او ملاګورو له لارې لکه سر ته رسېدلي دي. د دغو دواړو روایتونو خپلواکه تایید تر اوسه نه دی شوی.

 

سرچینې دا هم وايي چې د دغو وسله والو د ځینو کسانو د دوو ځايي سوداګرو، حاجي ظریف مشهور په لنډي حاجي او حاجي وسیم، د پیسو لپاره د تښتونې په وروستیو پېښو کې د لاس لرلو شک شته. د دې ادعا په اړه تر اوسه د چارواکو له خوا تفصیلي معلومات نه دي خپاره شوي.