پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر سهیل اپریدي د صوبې د ګورنر فیصل کریم کونډي پر هغې امنیتي غونډې سختې نیوکې کړې چې چیف سیکرټري، د پولیسو مشر او نورو لوړپوړو چارواکو پکي ګډون کړی و. اپریدي دغه غونډه «غیراییني» بللې او ویلي یې دي چې د دې د اییني حیثیت په اړه به له اېډوکېټ جنرل څخه قانوني رایه واخیستل شي.

 

سهیل اپریدي د چهارشنبې په ورځ په پېښور کي د صوبايي کابینې د ۶۰مې غونډې پر مهال وویل، په خېبر پښتونخوا کي منتخب حکومت، صوبايي اسمبلي او کابینه فعاله دي او د ده په وینا، په داسې حال کي د ګورنر له خوا د چیف سیکرټري او پولیس مشر راغوښتل او د امنیت په اړه غونډه کول د منتخب صوبايي حکومت په چارو کي لاسوهنه ده. نوموړي دا اقدام «پر ایین او جمهوریت برید» وباله.

 

اعلا وزیر چیف سیکرټري او د پولیسو مشر ته ویلي چې پر هر هغه حکم دې عمل نه کوي چې غیراییني یا غیرقانوني وي. هغه وویل، که د وزیراعلی د لرې کولو خبره وي، په ایین کي یې لاره موجوده ده او د عدم اعتماد تحریک راوړل کېدای شي.

 

ګورنر فیصل کریم کزونډي د اکتوبر پر شپږمه د صوبې د امنیتي حالاتو په اړه د یوې غونډې مشري کړې وه. په غونډه کي چیف سیکرټري شهاب علي شاه، د پولیسو مشر ذوالفقار حمید او د کورنیو چارو، سي ټي ډي، سپېشل برانچ او نورو امنیتي ادارو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و. د ګورنر دفتر وايي، په غونډه کي د صوبې امنیتي حالت، د وسله والو پر ضد اقدامات، امن و امان او د پولیسو او سي ټي ډي د وړتیا د زیاتولو پر چارو خبرې شوې وې.

 

تر اوسه ګورنر فیصل کریم کونډي د سهیل اپریدي د تازه څرګندونو په ځواب کي کوم نوی تفصیلي دریځ نه دی خپور کړی.