جمرود (شال نیوز) : د خېبر ضلعې په جمرود کې د ځمکو د باقاعده ریکارډ جوړولو او ډیجیټل کولو کار روان دی او چارواکي وايي، تر اوسه شاوخوا یو لک ۴۷ زره شجره نسب ثبت شوي او په ۲۶ موضعو کې دا کار بشپړ شوی دی.

 

د لینډ سیټلمنټ چارواکو د جمرود پرېس کلب کې خبریالانو ته په یوه معلوماتي ناسته کې ویلي، د خېبر پښتونخوا په ضم شوو ضلعو کې د ځمکو د ریکارډ جوړولو کار له ۲۰۲۱ کال راهیسې روان دی. د دې کار موخه دا ده چې د ځمکو ملکیت، حدود او د کورنیو ونډې په لومړي ځل په باقاعده او ډیجیټل ریکارډ کې خوندي شي.

 

د پروژې ډایرکټر واصل خټک، د عملیاتو سینیر منېجر امتیاز خان او تحصیلدار جاوید خان ویلي، په جمرود کې به اوس د ماشینونو او جي ای اېس ټکنالوجۍ له لارې د ځمکو عملي پیمایش هم پیل شي.

 

د دوی په وینا، د دې له لارې به د ځمکو حدود، مساحت او د هرې کورنۍ او فرد ملکیت په ریکارډ کې څرګند شي. چارواکي وايي، د لینډ سیټلمنټ تر بشپړېدو وروسته به د ځمکو معلومات په ډیجیټل نظام کې خوندي وي او په راتلونکي کې به خلک وکولای شي چې د موبایل او انټرنېټ له لارې ورته لاسرسی ومومي.

 

دوی وايي، له دې نظام سره به د ځمکو پر ملکیت، حدودو او قبضو د شخړو په کمېدو کې مرسته وشي او د ځمکو پېر او پلور، وراثت، انتقال او د بینک له لارې د قرضو اخیستلو چارې به هم اسانه شي.

 

د متنازعو ځمکو په اړه چارواکو ویلي، که پر کومه ځمکه عدالتي پرېکړه موجوده وي یا دواړه خواوې په خپلمنځي رضا جوړجاړي ته ورسېږي، نو ریکارډ به د هماغې پرېکړې یا تړون پر اساس جوړېږي. خو تر هغو چې شخړه هواره شوې نه وي، متنازعه ځمکه به په حتمي ریکارډ کې نه شاملېږي.

 

چارواکو زیاته کړې چې د ځمکو پخوانۍ رجسټرۍ، انتقالونه، سټامپ پیپرونه او نور موجود اسناد به هم کتل کېږي، څو د ځمکې پر واقعي حالت او د کورنۍ پر شجره نسب ولاړ سم ریکارډ برابر شي. د حتمي ریکارډ تر جوړېدو مخکې به خلکو ته د اعتراض او سمون موقع هم ورکول کېږي.

 

د لینډ سیټلمنټ چارواکي وايي، سم او ډیجیټل ریکارډ به د خلکو د ملکیت حقوق خوندي کړي او د کرنې، پرمختیايي منصوبو او حکومتي مرستو په وېش کې به هم مرسته وکړي.

 

د جمرود د لینډ سیټلمنټ دفتر په انډسټرېل اسټېټ کې جوړ شوی او چارواکي وايي، خلک کولای شي د خپلو ځمکو د ریکارډ، پیمایش او اعتراضونو په اړه له اړوند عملې څخه معلومات واخلي.