واشنګټن (شال نیوز) : امریکا په منځني ختیځ کې د خپلو پوځي ځواکونو د زیاتولو لپاره د «تیوډور روزویلټ» الوتکه وړونکې جنګي بېړۍ او څو نورې سمندري بېړۍ سیمې ته لېږي چې ورسره به شاوخوا نهه زره تر لسو زرو نور امریکايي سرتېري هم ورسېږي.
وال سټریټ جرنل د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، د «تیوډور روزویلټ» جنګي ډله او د «مېکن ایلنډ» په مشرۍ درې نورې سمندري بېړۍ د سیمې پر لور روانې شوې دي. د دغو بېړیو له عملې سره د امریکا د سمندري ځواکونو شاوخوا دوه زره سرتېري هم شامل دي.
د راپور له مخې، تیوډور روزویلټ د یکشنبې په ورځ له سان ډیاګو او د مېکن ایلنډ په مشرۍ سمندري بېړۍ د دوشنبې په ورځ روانې شوې. تمه ده چې دغه ځواکونه د نومبر تر وروستیو منځني ختیځ ته ورسېږي.
دا مهال «جورج اېچ ډبلیو بوش» او «جورج واشنګټن» الوتکه وړونکې بېړۍ په سیمه کي دي. که جورج واشنګټن د تیوډور روزویلټ تر رسېدو پورې هلته پاتې شي، امریکا به په منځني ختیځ کي په یوه وخت درې الوتکه وړونکې جنګي ډلې ولري.
خو امریکايي چارواکي وايي، امکان شته چې جورج واشنګټن بېرته جاپان ته ستون شي؛ په دې صورت کي به په سیمه کي د الوتکه وړونکو بېړیو شمېر بېرته دوه شي.
د امریکايي چارواکو په وینا، له پنځوس زرو ډېر امریکايي سرتېري له وړاندې په سیمه کي موجود دي او د نویو ځواکونو په رسېدو سره دا شمېر له شپېتو زرو اوښتلی شي. امریکا په وروستیو میاشتو کي شاوخوا شل جنګي بېړۍ هم په سیمه کي ساتلې دي.
دا پوځي حرکت په داسې وخت کي کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې له ستونزو سره مخ شوې دي. ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران د اووه ورځني اوربند وروستی وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې وړاندیز ورته د منلو وړ نه و.
ټرمپ دا امکان هم رد نه کړ چې که موافقه ونه شي، امریکا پر ایران بیا هوايي بریدونه وکړي. د ایران په وړاندیز کي د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د اټومي پروګرام په اړه د خبرو د بیا پیلېدو په بدل کي د ایران پر بندرونو د امریکا د بندیزونو د لرې کولو خبره شوې وه.
تر دې دمه سپینې ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت د وال سټریټ جرنل د راپور په اړه جلا رسمي بیان نه دی ورکړی.


شال نیوز