دوحه / تهران (شال نیوز) : د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د قطر د منځګړیتوب له لارې د تهران د اووه ورځني «باور جوړونې» پلان په اړه د امریکا ځواب ترلاسه کړی دی. رویټرز د خبرو له بهیر څخه د یوې باخبره سرچینې له قوله وايي، قطري منځګړو د امریکا ځواب د سې شنبې، د سپټمبر ۲۹مې پر ماښام په دوحه کې عراقچي او د هغه پلاوي ته سپارلی دی.

 

ایران تېره اوونۍ امریکا ته اووه ورځنی پلان وړاندې کړی و. عراقچي ویلي وو، که اړین شرایط پوره شي، د هرمز تنګی به بېرته پرانیستل شي او د سوداګریزو بېړیو عادي تګ راتګ به بحال شي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لومړي سر کې دا وړاندیز رد کړی و، خو قطر له دواړو خواوو سره خپلو منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړی دی.

 

رویټرز وايي، د ایران او امریکا ترمنځ اوسنی اختلاف تر ډېره د پلان پر محتوا نه، بلکې پر دې دی چې وړاندیز شوي ګامونه باید په کوم ترتیب عملي شي. د خبرو تر بحث لاندې سند د اوو ورځو په موده کې د باور جوړونې لپاره ګامونه وړاندې کوي او هدف یې د جون میاشتې د ایران او امریکا د تفاهم یوې پراخې بڼې ته ستنېدل دي. په دې کې د ایران د اټومي پروګرام او د هرمز تنګي اړوند مسایل هم شامل دي.

 

عراقچي د چهارشنبې، د سپټمبر ۳۰مې پر ورځ د امریکا ځواب په تهران کې له نورو ایراني چارواکو سره شریک کړی دی. اسوشیټېډ پرېس وايي، هغه دا ځواب د ایران د کابینې غونډې ته هم وړاندې کړی، خو د امریکا د وړاندیز بشپړ جزیات تر اوسه په رسمي ډول نه دي خپاره شوي.

 

قطر هڅه کوي د تهران او واشنګټن ترمنځ د پیغامونو د لېږد له لارې اختلافات کم او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د جګړې د درولو لپاره خبرې مخته یوسي.