نیویارک (شال نیوز) : د ایران د بهرنیو چارو وزیر ،عباس عراقچي، ویلي دي، چې تهران امریکا ته د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستو لپاره اووه ورځنی پلان وړاندې کړی دی.
عراقچي ،د سپتمبر په ۲۵مه، په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي، که امریکا د ایران شرطونه ومني، هرمز تنګی په اوو ورځو کې د بېړیو د عادي تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل کېدی شي. هغه ویلي، اوس پرېکړه د امریکا په لاس کي ده.
په همدې حال کې یو لوړپوړي ایراني چارواکي رویټرز ته ویلي، که امریکا دغه پلان ومني هم، ایران به د خپل اټومي پروګرام په اړه له خپل دریځه تېر نه شي. د هغه په وینا، ایران به د یورانیمو د غني کولو حق نه پرېږدي او خپل ډېر غني شوی یورانیم به هم له هېواده بهر نه لېږي.
چارواکي ویلي، هرمز تنګی به تر هغه تړلی وي چې د ایران شرطونه پوره شوي نه وي. د ایران په وړاندیز کې د جګړې پر ټولو جبهو د بریدونو بندېدل، د ایراني بندرونو د امریکا د سمندري کلابندۍ ختمول، د ایران د کنګل شویو پیسو خوشي کول او د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول شامل دي.
عراقچي ویلي، دا شرطونه د ایران او امریکا په هغه تفاهم کې هم شامل وو چې په جون کې شوی و. امریکا تر اوسه د ایران د دې وړاندیز د منلو اعلان نه دی کړی.


شال نیوز