نیویارک (شال نیوز) : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د امریکا او ایران استازو د سې شنبې، سپتمبر ۲۲مې په ورځ په نیویارک کي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کي شاوخوا درې ساعته خبرې کړې دي.
ټرمپ وروسته خبریالانو ته وویل چې غونډه شاوخوا یو ساعت مخکې ختمه شوې وه او د ده په وینا، خبرې «ډېرې ښې» وې. تازه راپورونه ښيي چې د امریکا له لوري د ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکاف او د هغه سلاکار جېرډ کوشنر په خبرو کي شامل وو.
ویټکاف هم له غونډې وروسته ویلي چې د خبرو په اړه «ډېر ښه احساس» لري. خو تر دې دمه د غونډې د ټولو ایراني ګډونوالو نومونه په رسمي ډول نه دي اعلان شوي.
ټرمپ تر دې لږ مخکې، له بریتانوي وزیراعظم انډي برنهم سره تر لیدنې وروسته، ویلي وو چې ایران او امریکا د همدې ورځې په اوږدو کي هم په تماس کي وو. هغه وویل، فکر کوي چې په یوه وخت کي به موافقې ته ورسېږي. خو ټرمپ بیا ټینګار وکړ چې امریکا به ایران ته د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه ور نه کړي.
له ایراني اړخه هم د خبرو لپاره یو مهم وړاندیز مخې ته راغلی دی. یوه جګپوړي ایراني چارواکي رویټرز ته ویلي چې ایران کولای شي هرمز تنګی په اوو ورځو کي بېرته پرانیزي، خو شرط یې دا دی چې امریکا پوځي فشار کم کړي او د ایران پر بندرونو سمندري محدودیتونه لرې کړي.
د همدې چارواکي په وینا، د ایران پلاوی په نیویارک کي د خبرو د پرمخ وړلو واک لري او تهران خپل وړاندیز د سپټمبر پر ۱۶مه د منځګړو له لارې امریکا ته رسولی و.


شال نیوز