نیویارک (شال نیوز) : د ایران ولسمشر ،مسعود پزشکیان، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته ویلي دي، چې هېواد یې د جګړې د ختمولو لپاره خبرو ته تیار دی، خو د پوځي فشار او ګواښونو په وړاندې به تسلیم نه شي.
پزشکیان د چهارشنبې، د سپتمبر پر ۲۳مه، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۸۱مې غونډې ته وویل، چې ایران له جګړې نه وېرېږي، خو د اختلافونو د هواري لپاره خبرې غوره لاره بولي.
هغه وویل، چې تهران هغه وخت خبرو ته تیار دی چې خبرې د برابرۍ پر بنسټ وي او له پوځي ګواښونو سره یو ځای نه وي.
پزشکیان وویل، چې ایران په تېرو دوو پېړیو کې پر بل هېواد برید نه دی پېل کړی او د ایران پوځي ځواک د دفاع لپاره دی. هغه ټینګار وکړ چې هېواد یې د برید په صورت کې د ځان د دفاع حق لري.
د ایران ولسمشر د خپل هېواد د اټومي پروګرام په اړه وویل چې تهران اټومي وسله نه غواړي، خو د سوله ییزې اټومي ټکنالوژۍ له حقه هم نه تېرېږي.
هغه وویل، چې اټومي پوهه د انرژۍ، طب، کرنې او صنعت په ګډون په بېلابېلو برخو کې کارول کېږي او ایران باید له دې ټکنالوژۍ محروم نه شي.
پزشکیان د خپلې وینا پر مهال د ایران د پخواني مشر علي خامنه يي عکس او د میناب پر یو ښوونځي د برید د قربانیانو انځورونه هم وښودل. هغه امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو تورن کړل او ویې ویل چې ایران په دغو بریدونو کې ځان قرباني بولي.
هغه د هرمز تنګي په اړه وویل، چې ایران به دا ونه مني چې نور هېوادونه له دې اوبو ګټه واخلي، خو په عین وخت کې د ایران پر ضد پوځي فشار هم وکارول شي.
نوموړي وویل، د جګړې پراخېدل به سیمې ته امنیت رانه ولي او د سیمې هېوادونه باید د ګډ امنیت لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.
د پزشکیان وینا یوه ورځ وروسته له هغه شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ایران په اړه سختې خبرې وکړې او ویې ویل، که موافقه ونه شي، امریکا د ایران پر ضد د لا سخت پوځي اقدام توان لري.
تر دې مخکې ایراني چارواکو ویلي وو چې تهران د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او له امریکا سره د خبرو د مخته تلو لپاره د امریکا د پوځي فشار د کمېدو، د ایران پر بندرونو د سمندري بندیز د ختمېدو او د اقتصادي فشارونو د کمېدو غوښتنه کړې ده.
ایراني چارواکو دا هم ویلي چې د قطر په منځګړیتوب د تهران او واشنګټن ترمنځ پیغامونه تبادله شوي دي.


شال نیوز