نیویارک (شال نیوز) : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې ایران ته خبرداری ورکړی دی چې له واشنګټن سره دې توافق وکړي او ویلي یې دي، که داسې ونه شي، دی به د ایران پر ضد د نورو پوځي اقداماتو پرېکړه وکړي.

 

ټرمپ د سې شنبې، سپتمبر ۲۲مې، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ ته وویل چې د ایران په اړه د یوې «لویې پرېکړې» مخې ته ولاړ دی.

 

هغه وویل:

 

«ایا له ایران سره به داسې توافق وشي چې هغوي ته د بیا رغېدو او تر پخوا د یو ښه هېواد د جوړولو زمینه ورکړي، او که اسلامي جمهوریت له منځه یوسم؟»

 

ټرمپ وروسته وویل: «ایا هغوي دوزخ ته ولېږم؟»

 

هغه وویل، باور لري چې ایران به بالاخره له امریکا سره توافق وکړي او اټکل یې وکړ چې تهران ښیي د نومبر د امریکا د منځمهاله انتخاباتو وروسته دې ته تیار شي.

 

ټرمپ وویل، د ایران حکومت انتظار کوي چې د نومبر په انتخاباتو کې د ده د جمهوري غوښتونکي ګوند نتیجه وویني. خو هغه وویل، د ایران په اړه خپله پرېکړه له انتخاباتو سره نه تړي.

 

د امریکا ولسمشر په خپله شاوخوا ۴۰ دقیقې وینا کې د ایران پر ضد د امریکا د روانو پوځي عملیاتو دفاع هم وکړه. هغه وویل، د ده حکومت به ایران ته اجازه ور نه کړي چې اټومي وسله ترلاسه کړي.

 

د امریکا او ایران ترمنځ جګړه د فبرورۍ پر ۲۸مه د امریکا او اسراییل پر ایران له بریدونو وروسته پېل شوه. ایران په ځواب کې پر اسراییل او په خلیجي هېوادونو کې د امریکا پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ له هغه راهیسې د جګړې د پای ته رسولو لپاره وخت ناوخت خبرې هم شوې دي.

 

ټرمپ په خپله وینا کې وویل چې امریکا د ایران پر ضد له پوځي ځواک څخه ځکه کار اخیستی چې ،د ده په وینا، تهران د اټومي پروګرام په اړه توافق ته نه حاضرېده.

 

هغه د امریکا د وسلو د زېرمو د کمېدو راپورونه هم رد کړل او ویې ویل چې امریکا کافي مهمات لري او د وسلو تولید یې زیات کړی دی. خو د امریکا په رسنیو کې د پوځي کارپوهانو او ځینو متحدانو له قوله د توغندیو، په ځانګړې توګه د پټریاټ، ټاډ او ټاماهاک د زېرمو په اړه اندېښنې راپور شوې دي.

 

د ټرمپ د وینا پر مهال د ایران د پلاوي یو شمېر غړي له تالاره ووتل. دا هغه مهال وشول چې ټرمپ د ایران پر ضد د امریکا د پوځي عملیاتو په اړه خبرې کولې. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ټرمپ د وینا پر مهال په تالار کې نه وو.

 

خو د ټرمپ له سختې وینا څو ساعته وروسته د واشنګټن او تهران د اړیکو په اړه نسبتاً نرمې څرګندونې وشوې. ټرمپ وویل چې دی فکر کوي له ایران سره به توافق وشي. هغه وویل، ایراني چارواکي غواړي له امریکا سره خبرې وکړي او د سپتمبر پر ۲۲مه هم د دواړو خواوو ترمنځ تماسونه شوي دي.

 

ټرمپ د دغو تماسونو نور جزیات ور نه کړل.

 

په همدې ورځ یو جګپوړي ایراني چارواکي رویټرز ته وویل چې تهران له امریکا سره د خبرو بیا پېلولو ته تیار دی، خو واشنګټن باید پوځي فشار کم او د ایران پر بندرونو بندیز لرې کړي. دغه چارواکي ویلي، که دا شرایط ومنل شي، ایران کولی شي په اوو ورځو کې د هرمز تنګی بېرته پرانیزي.

 

د ایراني چارواکي په وینا، په نیویارک کې د ایران پلاوی له امریکا سره د خبرو د بیا پېلولو واک لري او تهران د جګړې د ختمولو لپاره خپل وړاندیز د سپتمبر پر ۱۶مه د منځګړو له لارې واشنګټن ته سپارلی دی.

 

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د ملګرو ملتونو په غونډو کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی. خو ایراني چارواکو ویلي دي چې له ټرمپ سره یې مخامخ لیدنه نه ده پلان شوې.

 

پزشکیان نیویارک ته له روانېدو مخکي ویلي وو چې ایرانیان له امریکا سره د نویو خبرو په اړه شکونه لري. هغه وویل، ایران مخکې هم د خبرو پر مهال د امریکا او اسراییل له بریدونو سره مخ شوی دی.

 

د ټرمپ وینا په داسې وخت کې شوې چې د ایران جګړې، په یمن کې تازه نښتو او د هرمز او باب‌ المندب له لارې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ د منځني ختیځ وضعیت لا پسې ترینګلی کړی دی.

 

د خلیج د همکارۍ شورا هم د سپتمبر پر ۲۲مه له ایران او ورسره تړلو ډلو غوښتي چې پر خلیجي هېوادونو بریدونه ودروي او د هرمز او باب‌ المندب له لارو د کښتیو ازاد تګ راتګ ته اجازه ورکړي.

 

د ټرمپ وینا له یوې خوا ایران ته د نورو پوځي اقداماتو خبرداری و، خو له بلې خوا یې د توافق امکان هم پرانیستی پرېښود. د واشنګټن او تهران ترمنځ تماسونه روان دي، خو تر اوسه دواړو خواوو د جګړې د ختمولو پر شرایطو د وروستي توافق اعلان نه دی کړی.