هرات (شال نیوز) : د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت الله شجاع تېره ورځ د خپل کاري سفر په ترڅ کې د هرات اسلام قلعه بندرکې له اړوندو چارو څخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه.
ښاغلي شجاع د ښې همغږۍ په موخه لومړی د یاد ولایت له والي سره وکتل او د خپل سفر موخه یې ورسره شریکه کړه، چې وروسته له هغه يې د اسلام قلعه بندر د کمېسارۍ له مسؤلینو او کارکوونکو سره په خبرو کې خلکو ته د ښه خدمتونو د وړاندې کولو په تړاو لازمې سپارښتنې وکړې.
د سرحدي پلټنو مرستیال دغه راز له اړوندو مسؤلينو سره يوځای سرحدي سیمې ته ولاړ، له سيمې څخه يې لیدنه وکړه او د ځينو ستونزو له بررسي کولو وروسته يې د خپلو امکاناتو په صورت کې د هغې د حل ډاډ څرګند کړ.


شال نیوز