کابل (شال نیوز) : د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي ابادي کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو سره افغانستان ته د دوه زره مېګاواټه برېښنا د ورکولو او د اوبو او انرژۍ په برخو کي د ګډ کار په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، علي ابادي د اکتوبر پر اوومه د دغه وزارت له مشر نورالدین عزیزي سره لیدلي دي.
د وزارت په وینا، په دې لیدنه کي افغانستان ته د ایران د دوه زره مېګاواټه برېښنا د صادرولو، د برېښنا د تولید لپاره د وسایلو برابرولو، د اوبو د پاکولو د فابریکو جوړولو او د ګډې پانګونې په اړه خبرې شوې دي.
ایراني وزیر نورالدین عزیزي ته بلنه ورکړې چې ایران ته سفر وکړي او هلته د اوبو او برېښنا په نندارتونونو کي ګډون وکړي. عزیزي د بلنې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې افغانستان غواړي له ایران سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
عباس علي ابادي د طالبانو د اوبو او انرژۍ له وزیر ملا محمد یونس آخندزاده سره هم لیدلي دي. د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، دواړو لورو په افغانستان کي د برېښنا د تولید، لېږد او وېش، د اوبو د مدیریت او په دغو برخو کي د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
په دې غونډه کي د دواړو هېوادونو د اړوندو وزارتونو مرستیالانو او د دولتي شرکتونو استازو هم ګډون کړی دی. ایراني وزیر آخندزاده ته هم بلنه ورکړې چې ایران ته سفر وکړي او د دغه هېواد د اوبو او برېښنا له تاسیساتو څخه لیدنه وکړي.
خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې ایران به افغانستان ته دوه زره مېګاواټه برېښنا کله او په کومه بیه ورکوي. دواړو لورو د کوم نوي تړون د لاسلیک کېدو خبر هم نه دی ورکړی.
افغانستان د خپلې برېښنا لویه برخه له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه اخلي. د هېواد په ګڼو سیمو کي خلک د برېښنا له کمښت سره مخ دي او په ځینو ښارونو کي د برېښنا پرچاوۍ د کورونو ترڅنګ پر کاروبارونو او فابریکو هم اغېز کوي.
ایران له وړاندې افغانستان ته برېښنا ورکوي، خو د دوه زره مېګاواټه برېښنا د صادرولو خبره نوې نه ده. د سپتمبر پر ۱۹مه هم ایراني چارواکو د دې اندازې برېښنا د برابرولو وړاندیز کړی و.
د برېښنا د دومره لوی مقدار د لېږد لپاره نوي مزي، سب سټېشنونه او نور تاسیسات پکار دي. لا نه دي ویل شوي چې د دغو تاسیساتو د جوړولو لګښت به څوک ورکوي.
د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو د وېش پر سر هم له پخوا اختلافونه شته. په ځانګړي ډول د هلمند سیند د اوبو موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ څو ځله د تاوتریخوالي لامل شوې ده.
که څه هم د ایران د انرژۍ وزیر په کابل کي د اوبو په اړه هم خبرې کړې دي، خو د هلمند د اوبو د وېش په اړه د کومې نوې موافقې خبر نه دی ورکړل شوی.
د کابل د سفر له پای ته رسېدو سره لا هم دا پوښتنه بې ځوابه پاتې ده چې د ایران د دوه زره مېګاواټه برېښنا وړاندیز به کله په عملي تړون بدل شي.


شال نیوز