ننګرهار (شال نیوز) : د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالي کې د دوو پلرنيو کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۷۰ کلونو هغه اوږدمهاله بدي هواره شوه، چې د وخت په تېرېدو سره يې د لويو ځاني او مالي تاوانونو سربېره ګڼې ستونزې لرلې.

 

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د علماوو، قومي مشرانو او د ا.ا.ا د ځينو استازو په شريکو همکاريو د يادې موضوع د څرنګوالي په موخه جلاجلا ناستې وکړې او دواړو طرفونو ته په عادلانه فيصله يې دغه ۷۰ کلنې بدي ته د پای ټکی کېښود.

 

د مسؤلينو په خبره په دغه رامنځته شوې بدي کې د دواړو لوريو څخه لسګونه تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو، چې شمېر يې نېږدي پنځوس تنو ته رسېده.

 

د دغې خونړۍ بدۍ ښکېلو اړخونو د ا.ا.ا له مسؤلينو څخه مننه وکړه، چې په وينا يې ياده بدي يې ورحل کړه. دوی همداراز ژمنه وکړه، چې راتلونکي کې به د يو بل پر وړاندې هېڅ تاو تریخوالی نه کوي بلکې د ورورولي ژوند به کوي.

 

ياده دې وي چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او ادارو په مرسته د ولسونو تر منځ دې ته ورته سلکونه اوږدې، جنجالي او خونړۍ شخړې او بدۍ حل او فصل کړې دي.