میرام شاه (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان په پلنګزۍ، ندیم کوټ او کوټ خضري سیمو کي د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د څلورو قوماندانانو په ګډون د نهو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
امنیتي چارواکي وايي، دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي چې پکي د وسله والو ځینې پټنځایونه هم ویجاړ شوي او وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.
چارواکو د وژل شوو کسانو نومونه نه دي څرګند کړي او نه یې ویلي چې هغوی له کومې وسله والې ډلې سره تړاو درلود. د وژل شوو کسانو شمېر او هویت هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
دا عملیات په داسې وخت کي شوي چې د شمالي وزیرستان په میرعلي او شاوخوا سیمو کي له تېرو څو میاشتو راهیسې وخت په وخت پوځي عملیات کېږي.
تر دې مخکې هم په پلنګزۍ او میرعلي ته نږدې نورو سیمو کي د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د خلکو د بېکورۍ، د لارو د بندېدو او د کاروبارونو د اغېزمنېدو راپورونه ورکړل شوي وو.
د سپتمبر پر ۱۵مه د میرعلي تحصیل په زرکي سیمه کي هم د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ځايي خلکو ویلي وو چې کور په کور تلاشۍ روانې وې، دوکانونه بند وو او د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کېدل.
د هغه وخت د راپور له مخې، د میرعلي او میرانشاه ترمنځ سړک او د رزمک او ایشا پر لارو تګ راتګ هم بند شوی و. ځايي مشرانو د ژوبلو کسانو د ایستلو لپاره د دوو تر درېیو ساعتونو پورې د ډزبندۍ غوښتنه کړې وه.
د شمالي وزیرستان په شوال او دته خېل سیمو کي هم د تېرو پوځي عملیاتو له امله ګڼې کورنۍ بېکوره شوې وې. د دغو کورنیو ځینو غړو خپلو کورونو او ځمکو ته د ستنېدو، د جلغوزو ځنګلونو ته د لاسرسي او د روزګار د ستونزو د هوارولو غوښتنې کړې وې.
د شمالي وزیرستان اوسېدونکي له کلونو راهیسې د وسله والو بریدونو، پوځي عملیاتو او امنیتي بندیزونو له امله له ستونزو سره مخ دي. په ځینو سیمو کي د عملیاتو پر مهال د لارو بندېدو د خلکو پر ورځني ژوند، کاروبارونو، تعلیم او علاج هم اغېز کړی دی.
په شمالي وزیرستان کي له کلونو راهیسې د وسله والو پر ضد پوځي عملیات کېږي، خو د سیمې په بېلابېلو برخو کي لا هم د وسله والو د فعالیتونو او تازه عملیاتو خبرونه ورکول کېږي. د پرلهپسې عملیاتو له امله د ځايي خلکو د بېکورۍ او امنیت اندېښنې هم نه دي ختمې شوې.
د تازه عملیاتو په اړه تر اوسه دا نه ده څرګنده چې ځايي خلکو ته پکي کوم ځاني یا مالي زیان رسېدلی او که نه.


صفدر داوړ