کابل (شال نیوز) : د طالبانو د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي، د طالبانو اداره له نړیوالې ټولنې سره د شریعت په رڼا کې د مثبتو او رغنده اړیکو غوښتونکې ده.

 

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مولوي عبدالکبیر دا څرګندونې په بلخ او کابل کې د دې ډلې له والیانو سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

 

د خبرپاڼې له مخې، نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي باید د دې ډلې د تېرې واکمنۍ له تجربو ګټه واخلي. خو دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله تېر شوي، خو د روسیې په ګډون یوازې یوه هېواد، روسیې، د طالبانو اداره په رسمیت پېژندلې ده.

 

د منځنۍ اسیا هېوادونو، چې له روسیې سره نږدې اړیکې لري، هم د طالبانو له رسمي پېژندلو ډډه کړې ده. نړیوالې ټولنې په وار وار له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي، ټولګډونه حکومت جوړ کړي او خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

 

خو طالبانو تر اوسه د نړیوالې ټولنې دغو غوښتنو ته داسې بدلونونه نه دي منلي چې د دوی د رسمیت پېژندلو لاره هواره کړي.

 

په همدې حال کې، په تېرو کلونو کې د افغانستان او د ځینو ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان، ترمنځ د اړیکو ترینګلتیاوې هم زیاتې شوې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې پر سر نښتې او اختلافات د سیمه‌ییزو اړیکو له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي.