جمرود (شال نیوز) : د خېبر ضلعې د جمرود په بګیاړي سیمه کي د پولیسو او فرنټیر کور (ایف سي) پر ګډه پوسته د ډرون په برید کي د خېبر رائفلز یو عسکر برسېرن ژوبل شوی دی. د امنیتي سرچینو په وینا، برید د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۲۵مه، مازیګر پنځه بجې او لس دقیقې شوی دی.
سرچینې وايي چې وسله والو د کواډکاپټر ډرون په وسیله د خېبر رائفلز د ۱۰۱ وینګ تر انتظام لاندې پر پوسته یوه مرمۍ غورځولې چې له امله یې سپاهي عبدالرحمان برسېرن ژوبل شوی دی.
د سرچینو په وینا، ژوبل شوی عسکر د علاج لپاره په ګاډي کي د خېبر رائفلز مرکزي دفتر ته په لنډي کوتل کي رسول شوی دی. د بګیاړي دغه ګډه پوسته د پېښور ـ تورخم پر لویه لاره پرته ده او د پېښور د کارخانو د پولیسو له پوستې شاوخوا پنځه تر شپږ کیلومتره لرې ده.
پر دې پوسته د ایف سي له عسکرو سره د خېبر پولیس هم په ډیوټۍ ولاړ دي. تر اوسه د برید ذمه واري کومې وسله والې ډلې نه ده منلې. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې، آی اېس پي آر، هم تر دې دمه د برید په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.


ابراهیم شینواری