کابل (شال نیوز) : د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د ۲۰۲۲م کال له پیل راهیسې پر افغانستان د پاکستان د پوځ په بریدونو کې ۱۱۱۹ ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
عبدالقهار بلخي له سياېناېن ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې، چې تېره ورځ خپره شوې، ویلي چې د دغو بریدونو د قربانیانو ډېره برخه ښځې او ماشومان جوړوي.
نوموړي همداراز د روژې په میاشت کې د کابل ښار د امېد په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان د پوځ برید ته اشاره کړې چې په وینا یې، په دغه برید کې سلګونه کسان وژل شوي دي.
بلخي له پاکستانه غوښتي چې د بېبنسټه ادعاوو د مطرح کولو پرځای، خپلې امنیتي ستونزې له خپلو خلکو سره د مسوولانه تعامل او له طالبانو سره د رښتینې ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
دا لومړی ځل دی چې طالبان پر افغانستان د پاکستان د پوځ د بریدونو د قربانیانو ټولیز شمېر خپروي. خو دغه شمېرې هم بشپړې نه دي او په کې د وژل شویو او ټپیانو شمېر په جلا توګه نه دی څرګند شوی.
تر دې وړاندې یوازې ملګرو ملتونو د پاکستان د بریدونو د قربانیانو ټولیز شمېر خپراوه، په داسې حال کې چې طالبانو د دغو بریدونو په اړه یوازې بېلابېلې او جلا جلا شمېرې خپرولې.
خو پاکستان وايي، په افغانستان کې یې د تحریک طالبان(ټي ټي پي) غړي او د بلوڅو د ازادۍ غوښتونکو(بي ایل اې) غړي وژلي دي. دغه راز، پاکستان پر واکمنو طالبانو تور لګوي چې د افغانستان خاور د پاکستان پرضد کارول کېږي، خو افغان طالبان یې نه مني.


شال نیوز