اسلام اباد / کابل (شال نیوز) : د پاکستان حکومت تایید کړې چې د سپتمبر پر ۲۴مه سهار یې د افغانستان دننه پر ۱۰ ځایونو هوايي او ډرون بریدونه کړي دي. اسلام اباد وايي، دا بریدونه یې د سپتمبر پر ۲۳مه د افغانستان له خاورې پاکستان ته د بې پیلوټه الوتکو د ننوتلو په ځواب کې کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د «غضب للحق» عملیاتو په اړه په یو تازه بیان کې ویلي دي چې د پاکستان هوايي دفاعي نظام د سپتمبر پر ۲۳مه هغه بې پیلوټه الوتکې موندلې او شنډې کړې چې، د نوموړي په وینا، له افغان خاورې پاکستان ته داخلې شوې وې.
پاکستان وايي، بې پیلوټه الوتکې خپلو هدفونو ته له رسېدو مخکې نسکورې شوې. تر دې مخکې پاکستاني امنیتي سرچینو ویلي وو چې اته بې پیلوټه الوتکې یې د تورخم، کوهاټ او شاوخوا سیمو کې شنډې کړې دي.
د دغو بېپیلوټه الوتکو د سرچینې او دا چې چا استولې وې، خپلواک تایید تر اوسه نه شته.
په افغانستان کې ۱۰ هدفونه
عطاالله تارړ ویلي دي، چې پاکستان وروسته د «ځان د دفاع د حق» له مخې په افغانستان کې پر ۱۰ ځایونو هوايي او ډرون بریدونه وکړل. د پاکستان په رسمي بیان کې ویل شوي چې په نښه شوي ځایونه د بې پیلوټه الوتکو د ساتلو او توغولو لپاره کارېدل او د سپتمبر د ۲۳مې له پېښې سره یې مستقیم تړاو درلود.
اسلام اباد وايي، بریدونه په ټاکلو پوځي هدفونو شوي او هڅه شوې چې له هدفونو بهر زیان رامنځته نه شي. خو پاکستان تر اوسه د ټولو لسو هدفونو نومونه، دقیق ځایونه او د بریدونو د زیانونو بشپړ جزیات نه دي خپاره کړي. دا دعوه هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې چې ټول په نښه شوي ځایونه د بې پیلوټه الوتکو د ساتلو یا توغولو مرکزونه وو.
خوست کې د څو بریدونو خبر
د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي دي چې د سپتمبر ۲۴مې سهار شاوخوا درې نیمې بجې پاکستانیو الوتکو د دغه ولایت په څو سیمو بریدونه کړي دي. د هغه په وینا، د ګربزو ولسوالۍ د ګلانو کمپ، د خوست مرکز ته څېرمه سیمه او د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو اړوند سیمې په نښه شوې دي. ګربز ویلي، په دغو بریدونو کې مرګ ژوبله نه ده شوې.
کندهار کې هم برید
په کندهار کې هم د طالبانو چارواکو د هوايي برید پخلی کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، برید د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند پر یوې شاړې ځمکې شوی او مرګژوبله نه لري. تر دې مخکې ځايي سرچینو شال نیوز ته ویلي وو چې په کندهار کې د «ملا صاحب» په نوم یو پوځي مرکز ته نږدې د برید غږونه اورېدل شوي وو.
پاکستان په خپل تازه بیان کې د لسو هدفونو دقیق جغرافیایي ځایونه نه دي ورکړي، نو لا روښانه نه ده چې په خوست او کندهار کې تایید شوي ټول بریدونه د پاکستان له خوا اعلان شویو لسو هدفونو کې شامل دي که نه.
پکتیا کې هم د چاودنو غږونه
ځايي سرچینو د سپتمبر د ۲۳مې او ۲۴مې ترمنځ شپه د پکتیا په ځینو سیمو کې هم د درنو چاودنو د غږونو خبر ورکړی دی. خو د پکتیا د دغو پېښو د دقیق ځای، هدف او احتمالي زیانونو په اړه تر اوسه کره رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
پاکستان طالبان تورنوي
پاکستان په خپل تازه بیان کې طالبان تورن کړي دي چې په افغانستان کې یې هغو وسله والو ډلو ته د فعالیت اجازه ورکړې چې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.
اسلاماباد وايي، په تېرو کلونو کې یې څو ځله له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د دغو ډلو مرکزونه او د ملاتړ شبکې له منځه یوسي. پاکستان اوس دعوه کوي چې د سپتمبر د ۲۳مې د بې پیلوټه الوتکو پېښه یوازې د وسله والو ډلو کار نه و، بلکې طالبان پکې لاس لري. دا د پاکستان دعوه ده او طالبانو یې پخلی نه دی کړی.
اسلام اباد: نور بریدونه به هم ځواب شي
پاکستان په خپل بیان کې خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان له خاورې هر برید، که د وسله والو ډلو له خوا وي او که د طالبانو له خوا، د پاکستان د حاکمیت سرغړونه به ګڼي او ځواب به ورکړي. اسلام اباد له طالبانو غوښتي چې د پاکستان پر ضد فعالیتونه ودروي او د هغو وسله والو ډلو پر ضد عملي ګامونه واخلي چې پاکستان وايي له افغان خاورې فعالیت کوي.
پاکستان په عین وخت کې ویلي چې نه غواړي جګړه نوره پراخه شي او د سیمه ییزې سولې او خبرو ملاتړ کوي.
د «غضب للحق» عملیات څه دي؟
«غضب للحق» هغه پوځي عملیات دي چې پاکستان د ۲۰۲۶م کال په فبرورۍ کې له افغانستان سره د سختو نښتو له پېلېدو وروسته اعلان کړل. پاکستان له هغه وخت راهیسې په افغانستان کې د ګڼو هوايي بریدونو مسوولیت منلی او وايي هدف یې هغه پوځي او وسله وال مرکزونه دي چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د مارچ پر ۱۶مه هم ویلي وو چې د همدې عملیاتو په لړ کې په کابل او ننګرهار کې هدفونه ویشتل شوي وو. افغان طالبانو بیا په تېرو مواردو کې پاکستان تورن کړی چې د افغانستان حاکمیت نقضوي او په ځینو بریدونو کې ولسي خلک هم وژل شوي دي.
څه تایید شوي او څه لا نه دي؟
تر دې دمه دا رسماً تایید شوې چې پاکستان د سپتمبر پر ۲۴مه په افغانستان کې د ۱۰ ځایونو د ویشتلو مسوولیت منلی دی. د خوست چارواکو په خوست کې او د طالبانو ویاند په کندهار کې د هوايي بریدونو پخلی کړی او وايي مرګ ژوبله نه لري.
خو دا لا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې چې د سپتمبر پر ۲۳مه پاکستان ته ننوتې ټولې بې پیلوټه الوتکې له افغانستانه د طالبانو له خوا استول شوې وې. همداراز د پاکستان دا خبره هم خپلواک تایید نه لري چې د سپتمبر پر ۲۴مه ویشتل شوي ټول لس ځایونه د بې پیلوټه الوتکو د ساتلو او توغولو پوځي مرکزونه وو.
د لسو هدفونو بشپړ نوملړ او دقیق ځایونه هم تر اوسه نه دي خپاره شوي.
د سپتمبر ۲۴مې دا بریدونه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روان پوځي تاوتریخوالي یو بل مهم پرمختګ دی، ځکه دا ځل اسلام اباد په ښکاره ډول د افغانستان دننه د لسو هدفونو د ویشتلو رسمي مسوولیت منلی دی.


مجید بابر