اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ،د سپتمبر د ۲۱مې، په یو رسمي بیان کې تایید کړې چې پاکستان د افغانستان له پولې سره نږدې پر هغو ځایونو هوايي بریدونه کړي دي چې اسلام‌ اباد یې د وسله والو پټنځایونه بولي.

 

وزارت ویلي دي، ېچې په دغو بریدونو کې له ۲۸ زیات وسله وال وژل شوي دي. د پاکستان حکومت وايي، په نښه شوي کسان له هغو ډلو سره تړلي وو چې په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو بریدونو کې یې لاس درلود.

 

 

 

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان حکومت د دغو هوايي بریدونو په اړه په رسمي بیان کې د عملیاتو پخلی کوي. تر دې مخکې پاکستاني امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي وو چې د افغانستان پولې ته نږدې یې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي دي.

 

د اطلاعاتو وزارت ویلي دي، چې له هوايي بریدونو مخکې په کوهاټ، هنګو او ټل کې هم د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ځمکني عملیات شوي وو.

 

پاکستان وايي په کونړ او پکتیکا کې یې ۲۸ وسله وال وژلي؛ طالبان وايي ملکي وګړي په نښه شوي
پاکستان وايي په کونړ او پکتیکا کې یې ۲۸ وسله وال وژلي؛ طالبان وايي ملکي وګړي په نښه شوي
افغانستان : کرزي د کونړ او پکتیکا هوايي بریدونه وغندل؛ طالبان د «مناسب ځواب» خبره کوي
افغانستان : کرزي د کونړ او پکتیکا هوايي بریدونه وغندل؛ طالبان د «مناسب ځواب» خبره کوي

 

بل لور ته، د افغانستان طالبانو ویلي دي چې په کونړ او پکتیکا کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ملکي ځایونه په نښه شوي دي. د طالبانو د ویاند ذبیح‌ الله مجاهد په وینا، په کونړ کې درې ملکي کسان وژل شوي او څلور نور، د ښځو په ګډون، ژوبل شوي دي.

 

د پاکستان حکومت وايي هدف یې وسله وال وو، خو طالبان وايي ملکي خلکو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې ده. د دواړو خواوو له لوري وړاندې شوې شمېرې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.