اسلام اباد / کابل (شال نیوز) : پاکستاني امنیتي چارواکي وايي، چې د پاکستان جنګي الوتکو د افغانستان په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې د وسله والو مشکوک پټنځایونه په نښه کړي او ۲۸ وسله وال یې وژلي دي. خو د طالبانو حکومت وايي، په بریدونو کې ملکي سیمې په نښه شوې، درې ملکي کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
دوو پاکستاني امنیتي چارواکو اسوشیټېډ پرېس ته ویلي دي چې د دوشنبې، سپتمبر ۲۱مې، په سهار ترسره شوو هوايي بریدونو کې ۲۸ مشکوک وسله وال وژل شوي دي. چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کړې، ځکه هغوي ته له رسنیو سره د خبرو اجازه نه وه ورکړل شوې.
د پاکستان پوځ تر اوسه د دغو بریدونو په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.
پاکستان تر دغو بریدونو مخکې ویلي وو چې د افغانستان دننه د هغو وسله والو پر ضد د اقدام توان لري چې د اسلام اباد په وینا له افغان خاورې څخه په پاکستان کې بریدونه کوي.
پاکستان په تېرو کلونو کې په وار وار د طالبانو حکومت تورن کړی چې تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ته یې په افغانستان کې پټنځایونه ورکړي او د دې ډلې وسله وال له افغان خاورې څخه په پاکستان کې بریدونه کوي. د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
خو د طالبانو د حکومت ویاند ،ذبیح الله مجاهد، د پاکستان د امنیتي چارواکو له روایت سره مخالفت کړی دی. هغه وايي، پاکستاني الوتکو د کونړ او پکتیکا ملکي سیمې بمبار کړې دي. مجاهد وايي، په کونړ کې درې ملکي کسان، چې یوه ښځه هم پکې ده، وژل شوي او څلور نور کسان، د دوو ښځو په ګډون، ژوبل شوي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، بریدونه د سهار شاوخوا درې بجې د کونړ د نورګل ولسوالۍ او د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په سیمو کې شوي دي.
فطرت وايي، د کونړ د نورګل ولسوالۍ په پټڼ کلي کې د نوراحمد په نوم د یو ځايي اوسېدونکي کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی. د هغه په وینا، نوراحمد او د هغه د کورنۍ دوه نور غړي وژل شوي او د کورنۍ څلور نور کسان ژوبل شوي دي.
د طالبانو چارواکي وايي، په پکتیکا کې د برمل ولسوالۍ په رخه او تورکنډۍ سیمو کې هم بریدونه شوي چې یو دوکان او یو تش کور پکې ویجاړ شوي، خو هلته د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. ذبیحالله مجاهد بریدونه «تېری» بللي او ویلي یې دي چې افغانستان به یې «مناسب ځواب» ورکړي. هغه تور پورې کړی چې پاکستان دا بریدونه د خپل هېواد له امنیتي ستونزو څخه د پام اړولو لپاره کړي دي.
دغه هوايي بریدونه په داسې وخت کې شوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ امنیتي اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي. پاکستاني چارواکي وايي، په وروستیو کلونو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو بریدونه زیات شوي او ،د دوي په وینا، یو شمېر بریدګر له افغانستان څخه فعالیت کوي.
طالبان بیا وايي، د پاکستان امنیتي ستونزې د هغه هېواد کورنۍ مسئله ده او اسلام اباد باید د دغو ستونزو پړه پر افغانستان وانه چوي.
د پاکستاني امنیتي چارواکو دا خبره چې په کونړ او پکتیکا کې ۲۸ وسله وال وژل شوي او د طالبانو دا خبره چې وژل شوي او ژوبل شوي کسان ملکي وګړي دي، تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي. د پاکستان پوځ هم تر اوسه په رسمي بیان کې د بریدونو او د مرګ ژوبلې جزیات نه دي اعلان کړي.


شال نیوز