کابل : د طالبانو د حکومت ویاند ،ذبیح الله مجاهد، ویلي دي، چې که پاکستان د ځان د دفاع په نوم د افغانستان پر خاوره پوځي برید وکړي، دوي به د افغانستان دفاع وکړي او «سخت ځواب» به ورکړي.
مجاهد دا خبره ،د سپتمبر په ۱۷مه، العربیه انګلیش سره په مرکه کې کړې ده. هغه په عین وخت کې ویلي چې کابل له اسلام اباد سره د ستونزو د حل لپاره خبرو ته تیار دی او غواړي سعودي عربستان هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو په هواري کې پراخ رول ولوبوي.
مجاهد د تحریک طالبان پاکستان، بلوڅ وسله والو او نورو ډلو په اړه د اسلام اباد تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا امنیتي ستونزې له کلونو راهیسې په پاکستان کې شته او پاکستان باید د حل لپاره یې دننه اقدامات وکړي.
هغه ویلي، د طالبانو حکومت تحریک طالبان پاکستان ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې فعالیت وکړي او نه هم کومې وسله والې ډلې ته اجازه ورکوي چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
پاکستان بیا په وروستیو ورځو کې دا دریځ تکرار کړی چې تحریک طالبان پاکستان او نورې وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بریدونو د پلانولو او تنظیم لپاره کار اخلي. د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري د سپتمبر پر ۱۶مه ویلي وو چې اسلام اباد د خپل امنیت لپاره د اړتیا وړ اقداماتو حق لري. طالبان دا تورونه ردوي.
مجاهد ویلي، کابل د خبرو دروازه نه ده تړلې او له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د تبادلې او همکارۍ د پیاوړتیا ملاتړ کوي، خو د افغانستان پر خاوره د هر ډول پوځي اقدام په صورت کې به ځواب ورکړي.


شال نیوز