اسلام‌ اباد : پاکستان وايي، د ترکیې او قطر په ګډون د دوستو هېوادونو په منځګړیتوب له افغان طالبانو سره بیا خبرو ته تیار دی، خو غواړي کابل ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد د وسله والو د بریدونو لپاره نه استعمالېږي.

 

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند ،سجاد حیدر خان، د سپتمبر پر ۱۷مه، په اسلام‌ اباد کې خبري غونډې ته دا خبره د ترکیې او قطر د لوړپوړو امنیتي چارواکو کابل ته د سفر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې ده.

 

ویاند وویل، پاکستان د دغه سفر د شالید او ځانګړې موخې په اړه معلومات نه لري، خو ترکیې او قطر تر دې مخکې هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو په برابرولو کې رول لوبولی دی.

 

هغه وویل، تېر کال پاکستان له افغان طالبانو سره دوه ځله د دغو هېوادونو په منځګړیتوب خبرې کړې وې؛ یوه ناسته په قطر او بله په استانبول کې شوې وه. چین هم په اورمچي کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو هڅه کړې وه.

 

پاکستان وايي، په دغو خبرو کې یې له کابل څخه غوښتي وو چې داسې د تایید وړ ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد د وسله والو د فعالیتونو لپاره نه استعمالېږي.

 

افغان طالبانو تر دې مخکې ویلي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد نه استعمالېږي او د پاکستان امنیتي ستونزې د اسلام‌ اباد خپله کورنۍ مسئله ده.

 

شکیب : د افغانستان او پاکستان امنیت له یو بل سره تړلی دی
شکیب : د افغانستان او پاکستان امنیت له یو بل سره تړلی دی
پاکستان : حکومت دعوه کوي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د ښکېلو کسانو ۶۰ فیصده افغانان دي
پاکستان : حکومت دعوه کوي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د ښکېلو کسانو ۶۰ فیصده افغانان دي

 

د پاکستان خارجه وزارت وايي، که د وسله والو په مسئله کې پرمختګ وشي، اسلام‌ اباد له افغانستان سره د سرحدونو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او نورو اړیکو د عادي کولو لپاره هم تیار دی.

 

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین او د قطر یو لوړپوړی امنیتي چارواکی کابل ته تللي وو. کالین له کابل وروسته اسلام‌ اباد ته هم تللی او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي.

 

تر دې مخکې سرچینو ویلي وو چې د ترکیې او قطر د چارواکو کابل سفر د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د خرابو اړیکو د ښه کولو له هڅو سره تړاو لري. خو پاکستان په رسمي ډول نه دي تایید کړي چې دغه سفر د اسلام‌ اباد په غوښتنه شوی و. خارجه وزارت ویلي چې د دې سفر د شالید او ځانګړې موخې په اړه معلومات نه لري.