اسلام‌ اباد : د پاکستان د داخله چارو وزیر طلال چوهدري دعوه کړې ده چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د ښکېلو کسانو ۶۰ فیصده افغان وګړي دي.

 

طلال چوهدري دا خبره ،د اګست په ۳۱مه، د سېنېټ د داخله چارو کمېټۍ غونډې ته کړې ده. هغه ویلي دي، چې افغان وګړي په اسلام‌ اباد او د هېواد په نورو سیمو کې هم په یوشمېر امنیتي پېښو کې ښکېل موندل شوي دي.

 

نوموړي د خپلې دعوې په ملاتړ د ټولو پېښو بشپړ تفصیل، د تورنو کسانو نومونه او یا د هغوي د تابعیت د تایید کوم تفصیلي ریکارډ نه دی وړاندې کړی. له همدې امله شال نیوز دا شمېر د حکومتي دعوې په توګه وړاندې کوي.

 

په غونډه کې د افغان وګړو د ویزو موضوع هم څېړل شوې ده. چارواکو کمېټۍ ته ویلي دي، چې د افغان کاروباریانو، زده کوونکو او نورو کسانو د ویزو په درخواستونو کې په ځینو مواردو کې د امنیتي کلییرنس له امله ځنډ راځي.

 

د کمېټۍ غړو د افغان وګړو د ویزو د ځنډ، د درخواستونو د څېړنې او د امنیتي ادارو د کلییرنس په اړه له اړوندو چارواکو پوښتنې کړې دي.

 

طالبان : ګاونډیو هېوادونو د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو ثبوت نه دی وړاندې کړی
طالبان : ګاونډیو هېوادونو د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو ثبوت نه دی وړاندې کړی
طالبان : ټي‌ ټي‌ پي په افغانستان کې شتون نه لري، پاکستان یې د پلمې په توګه کاروي
طالبان : ټي‌ ټي‌ پي په افغانستان کې شتون نه لري، پاکستان یې د پلمې په توګه کاروي
کالین سمیت : طالبان د ټي‌ ټي‌ پي ملاتړ کوي؛ د ملګرو ملتونو راپور هم اړیکې تاییدوي
کالین سمیت : طالبان د ټي‌ ټي‌ پي ملاتړ کوي؛ د ملګرو ملتونو راپور هم اړیکې تاییدوي

 

پاکستان په وروستیو کلونو کې څو ځله دعوه کړې ده چې له افغانستانه راغلي یا افغان وګړي په پاکستان کې په وسله والو او ترهګریزو پېښو کې ښکېل دي. اسلام‌ اباد دا هم وايي چې ځینې وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

 

افغان چارواکو بیا دا ډول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستان باید د خپلو دعوو په ملاتړ مشخص، مستند او د تایید وړ ثبوتونه وړاندې کړي. کابل دا هم وايي چې د پاکستان امنیتي ستونزې باید د افغانستان پر غاړه وانه چول شي.

 

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د امنیت، سرحدي تګ راتګ او ویزو موضوع په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو له مهمو لانجمنو مسئلو څخه پاتې شوې ده.