کابل : د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې ګاونډیو هېوادونو تر اوسه کابل ته داسې اسناد او شواهد نه دي سپارلي چې وښيي د افغانستان خاوره د هغوي پر ضد د امنیتي فعالیتونو لپاره کارول کېږي.
د وزارت د ویاند په وینا، د طالبانو حکومت داعش او نورو وسله والو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې دننه یا له دې هېواده د نورو هېوادونو پر ضد بریدونه تنظیم کړي.
د طالبانو چارواکو په وروستیو ورځو کې د افغانستان ـ تاجکستان د پولې په اړه د امنیتي اندېښنو په ځواب کې هم ورته دریځ څرګند کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر ۲۹مه وویل، چې له افغانستانه بل هېواد ته ګواښ نه متوجه کېږي او د پولې د امنیت په اړه ځینې خپاره شوي معلومات یې ناسم بللي دي.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې پر طالبانو تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، غړي په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.
اسلام اباد وايي، چې کابل ته یې د ټي ټي پي د غړو او شبکو په اړه معلومات او شواهد هم سپارلي دي. طالبان دا تورونه ردوي او وايي، پاکستان باید خپلې کورنۍ امنیتي ستونزې پر افغانستان وانه چوي.
د مرکزي اسیا ځینو هېوادونو هم په وروستیو میاشتو کې د افغانستان له شمالي پولو سره د وسله والو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. د ټولیز امنیت تړون سازمان، په ځانګړي ډول د افغانستان ـ تاجکستان د پولې د امنیت د پیاوړتیا خبره کړې ده.
د طالبانو او پاکستان د دغو متضادو دعوو ټول جزییات په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.


شال نیوز