اروپايي ټولنې ویلي، د دوي په باور داعش، القاعده او د هغوي اړوندې وسله ‌والې ډلې لا هم په افغانستان او د سیمي په ځینو نورو برخو کې فعالې دي او نړیوالې سولې او امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.

 

په ملګرو ملتونو کې د اروپايي ټولنې د استازي مرستیالې، هیدا سامسون، د جولایۍ په ۳مه، د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد بیاکتنې غونډې ته ویلي دي، چې وسله ‌والې ډلې نورې یوازې په دودیزو جګړو نه دي محدودې، بلکې د ډیجیټلي ټېکنالوژۍ، ټولنیزو رسنیو او نورو نوېو وسایلو له لارې د نویو کسانو د جذب هڅې هم کوي.

 

هغې وویل، چې دغه ډلې په ځانګړي ډول له ځوانانو او نورو زیانمنو قشرونو ناوړه ګټه اخلي او خپلو لیکو ته یې جذبوي. د هغې په وینا، د ترهګرۍ د تمویل نوې لارې هم پراخې شوې دي، چې له امله یې د نړیوالې ټولنې لپاره د دې ګواښ پر وړاندې مبارزه لا پېچلې شوې ده.

 

سامسون زیاته کړه، چې په افغانستان او نورو ناامنه سیمو کې د داعش او القاعدې دوامداره حضور ښيي چې نړیواله ټولنه باید د دغو ډلو پر ضد ګډ او همغږي اقدامات وکړي.

 

هغې ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ ضد مبارزه باید د بشري حقونو، نړیوال قانون او بنسټیزو ازادیو په چوکاټ کې ترسره شي او دا اقدامات باید هېڅکله د مدني ټولنې یا د بشري حقونو د فعالانو پر ضد ونه کارول شي.

 

د اروپايي ټولنې دې چارواکې وویل، چې یوازې امنیتي عملیات د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره بسنه نه کوي، بلکې د جګړو، کمزورې حکومتولۍ، بې‌ باورۍ او بې‌ ثباتۍ په څېر اصلي لاملونو ته رسېدنه هم ضروري ده.

 

هغې د افراطیت پر ضد مبارزه کې د ښځو د ګډون پر اهمیت هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې ښځې باید د سولې او امنیت په هڅو کې اغېزناک رول ولري. سامسون همدارنګه د ملکي وګړو او د ترهګرۍ د قربانیانو د ملاتړ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د هغوي غږ باید واورېدل شي.