د طالبانو د پوځ مشر، فصیحالدین فطرت، دعوه کړې چې د پاکستان تحریک طالبان (ټي ټي پي) او د پاکستان ضد نورې وسله والې ډلې په افغانستان کې شتون نه لري او د طالبانو حکومت هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد فعالیت وکړي.
فصیحالدین فطرت ،د جولایۍ په ۱۳مه، په یوه ویډیوي پیغام کې وویل، چې د طالبانو حکومت به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي. هغه وویل، چې که څه هم یو شمېر پاکستاني وګړي په افغانستان کې شته، خو د ده په وینا، هغوي هېڅ ډول پوځي فعالیت نه کوي.
فطرت د پاکستان تحریک طالبان د اسلاماباد لپاره «یوه پلمه» وبلله او ویې ویل، چې پاکستان د همدې دعوو په پلمه پر افغانستان بریدونه کوي. هغه دعوه وکړه چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغانستان پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي چې له امله یې ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، وژل شوي دي. د هغه په وینا، طالبانو د پاکستان هېڅ برید بې ځوابه نه دی پرېښی، خو په خپلو غبرګونونو کې یې یوازې پوځي هدفونه په نښه کړي دي.
فطرت دا دعوه هم وکړه چې پاکستان نه شي ثابتولی چې د طالبانو په بریدونو کې دې حتی یو ملکي وګړی هم وژل شوی وي. هغه د افغانستان پر ضد د پاکستان بریدونه په غزه کې د اسراییلو له پوځي عملیاتو سره پرتله کړل او ویې ویل چې په دواړو ځایونو کې ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ماشومان، قرباني کېږي.
پاکستان له دې وړاندې هم څو ځله دعوه کړې چې د پاکستان تحریک طالبان او نورې وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه تنظیموي، خو د طالبانو حکومت دا دعوې ردوي او وایي د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.


شال نیوز