نیویارک / کابل : د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحلیلي ملاتړ او بندیزونو د څار ټیم همغږي کوونکي ،کالین سمیت، ویلي دي، چې د افغانستان واکمن طالبان له تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي سره د ملاتړ اړیکې لري او د دې ډلې فعالیتونه د سیمې، په ځانګړي ډول پاکستان، لپاره مهم امنیتي ګواښ جوړوي.
سمیت ،د اګست په ۱۸مه، د افغانستان او سیمې د وسله والو ډلو په اړه د خبرو پر مهال ویلي دي، چې د طالبانو او ټي ټي پي اړیکې یوازې د دې ډلې د غړو د حضور تر کچې محدودې نه دي، بلکې د ملاتړ نورې بڼې هم لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ملګرو ملتونو د څار ټیم د معلوماتو پر اساس د ټي ټي پي غړي په افغانستان کې فعالیت لري او له طالبانو سره یې اړیکې دوام لري.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ټیم په خپل تازه راپور کې هم ویلي دي، چې طالبان د ټي ټي پي ملاتړ ته دوام ورکوي، په داسې حال کې چې دې ډلې د پاکستان پر وړاندې خپل بریدونه زیات کړي دي. راپور وايي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ امنیتي کړکېچ په وروستیو میاشتو کې زیات شوی او د ټي ټي پي د بریدونو لوړه کچه یې یو مهم لامل بلل شوې ده.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، طالبانو شاوخوا دوه زره د ټي ټي پي وسله وال او د هغوي کورنۍ د پاکستان پولې ته له نږدې سیمو څخه د افغانستان نورو برخو ته لېږدولي دي.
راپور زیاتوي چې د طالبانو مشر ،هبت الله اخندزاده، د ټي ټي پي مشرتابه ته د غیر رسمي اړیکو له لارې خبرداری ورکړی دی چې پر پاکستان بریدونه ودروي، کنه د طالبانو د ملاتړ له لاسه ورکولو له خطر سره به مخ شي.
ملګري ملتونه وايي، چې ټي ټي پي د روان کال له پېله پر پاکستان بریدونه زیات کړي او د مارچ په میاشت کې یې د «خیبر عملیاتو» په نوم د بریدونو نوی کمپاین اعلان کړی و.
د څار ټیم د معلوماتو له مخې، د ټي ټي پي یو شمېر بریدونه له افغانستانه تنظیم یا ترسره شوي دي. طالبانو بیا په وار وار دا تورونه رد کړي او وايي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد د کارولو اجازه نه ورکوي.
کالین سمیت د داعش خراسان په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې که څه هم په افغانستان کې د دې ډلې د بریدونو کچه راکمه شوې، خو داعش خراسان لا هم د افغانستان او سیمې له مهمو امنیتي ګواښونو څخه دی.
د ملګرو ملتونو په تازه ارزونه کې هم داعش خراسان د طالبانو او پراخې سیمې لپاره تر ټولو جدي وسله وال ګواښ بلل شوی دی. راپور وايي، چې په افغانستان کې د داعش خراسان بریدونه کم شوي دي، خو په پاکستان کې یې فعالیت زیات شوی او دغه ډله لا هم د لویو او خونړیو بریدونو وړتیا لري.
سمیت د وسله والو ډلو د مالي سرچینو په اړه ویلي دي چې کریپټو اسعار، باج اخیستل، تښتونې او د ظاهراً قانوني کاروبارونو له لارې د پیسو لېږد د دغو شبکو د تمویل له مهمو لارو څخه دي. هغه د القاعده په اړه هم ویلي دي چې دغه ډله لا هم په افغانستان کې حضور لري او له ټي ټي پي سره اړیکې او ملاتړ لري.
د ملګرو ملتونو تازه راپور وايي، چې القاعده ټي ټي پي ته فکري لارښوونه، روزنه او ملاتړ ورکوي او د اپرېل پر ۲۸مه یې د لومړي ځل لپاره په ښکاره د پاکستان پر وړاندې د ټي ټي پي د عملیاتو ملاتړ اعلان کړی و.
راپور همداراز وايي، چې د هند برصغیر القاعدې یا ایي کیو ای اېس مشرتابه په کابل کې حضور لري او د دې شبکې ځینو مشرانو ته افغان تذکرې ورکړل شوې دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ټیم وايي، چې د وسله والو ډلو ترمنځ ګډې شبکې، مالي اړیکې او متقابل ملاتړ د سیمې امنیتي وضعیت نور هم پېچلی کولی شي.
د څار ټیم تازه راپور د اګست پر ۱۰مه خپور شوی او پکې هغه معلومات شامل دي چې د ۲۰۲۶م کال د جون تر نهمې راټول شوي وو.


شال نیوز