اسلام‌ اباد : په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب ویلي دي، چې افغانستان به اجازه ور نه کړي چې خاوره یې د پاکستان پر ضد وکارول شي، خو اسلام‌ اباد ته هم اجازه نه شي ورکول کېدی چې د امنیتي اندېښنو په نوم د افغانستان په خاوره کې پوځي کارروایي وکړي.

 

شکیب دا خبرې ،د سپتمبر په لومړۍ، په اسلام‌ اباد کې د پاکستان د ملي دفاع په پوهنتون کې د افغانستان او پاکستان د امنیتي، سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه یوې غونډې ته کړې دي. هغه ویلي دي، چې کابل د پاکستان امنیتي اندېښنې درک کوي، خو په خبره یې دا اندېښنې باید په افغانستان کې د پوځي کارروایۍ لپاره دلیل ونه ګرځول شي.

 

شکیب وویل، چې د امنیت په اړه دعوې باید مشخصې او د کره معلوماتو پر بنسټ وي او پاکستان باید د هغو کسانو او شبکو په اړه روښانه معلومات شریک کړي چې د افغانستان له خاورې د فعالیت تور پرې لګوي.

 

هغه زیاته کړه، چې که اسلام‌ اباد له کابل څخه د خپلو امنیتي اندېښنو په هواري کې همکاري غواړي، افغانستان هم غواړي چې د خپلو امنیتي اندېښنو په اړه له پاکستان سره مستقیمې خبرې وکړي.

 

په پاکستان کې د طالبانو سفیر ویلي دي، چې افغانستان او پاکستان یوازې دوه ګاونډي هېوادونه نه دي، بلکې جغرافیه، تجارت، ټرانزیټ او د خلکو تګ راتګ یې له یو بل سره تړلي دي. د هغه په وینا، د تېرو څو لسیزو حالاتو د دواړو هېوادونو امنیت له یو بل سره داسې تړلی دی چې په یو هېواد کې بې‌ ثباتي پر بل هم اغېز کوي.

 

پاکستان : حکومت دعوه کوي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د ښکېلو کسانو ۶۰ فیصده افغانان دي
پاکستان : حکومت دعوه کوي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د ښکېلو کسانو ۶۰ فیصده افغانان دي
شهباز شریف : د افغانستان خاوره چې د وسله والو له خوا کارول کېږي، سیمه کې تلپاتې سوله ناشونې ده
شهباز شریف : د افغانستان خاوره چې د وسله والو له خوا کارول کېږي، سیمه کې تلپاتې سوله ناشونې ده
طالبان : ګاونډیو هېوادونو د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو ثبوت نه دی وړاندې کړی
طالبان : ګاونډیو هېوادونو د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو ثبوت نه دی وړاندې کړی

 

شکیب ویلي دي، چې افغانستان باید نور د تېرو لسیزو په زاړه نظر ونه کتل شي او له ۲۰۲۱م کال وروسته په کابل کې نوی سیاسي حقیقت رامنځته شوی دی.

 

دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې دي چې د کابل او اسلام‌ اباد تر منځ د تحریک طالبان پاکستان، سرحدي امنیت، تجارت او د خلکو د تګ راتګ پر سر اختلافونه روان دي.

 

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې وايي، چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون ځینې وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي. طالبان دا تورونه ردوي او وايي، چې د پاکستان دننه امنیتي ستونزې د اسلام‌ اباد خپله داخلي مسئله ده.