بشکیک : د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ،د سپتمبر په لومړۍ، د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډې ته ویلي دي، چې تر هغه چې وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان او نورو هېوادونو د وګړو پر ضد کار اخلي، په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات ترلاسه کول به ستونزمن وي.

 

شهباز شریف وویل، چې پاکستان د یو سوله ییز، باثباته او سوکاله افغانستان غوښتونکی دی، خو د هغه په خبره د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو پر ضد د وسله والو د فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.

 

هغه ترهګري د سیمې له سترو امنیتي ګواښونو وبلله او ویې ویل، چې پاکستان هڅه کوي چې د دې ستونزې پر وړاندې سیمه ییزه همکاري نوره هم پیاوړې کړي. شهباز شریف وویل، چې ډېر لږ هېوادونه به وي چې د پاکستان په څېر یې د ترهګرۍ پر وړاندې دومره اوږده او درنه مبارزه کړې وي.

 

د هغه په وینا، په تېرو دوه نیمو لسیزو کې په پاکستان کې له ۹۰ زرو څخه ډېر کسان د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوي او د دغه هېواد اقتصاد ته شاوخوا ۱۵۰ میلیارده ډالره زیان اوښتی دی.

 

هغه وویل، چې د پاکستان دا قربانۍ یوازې د خپل هېواد د امنیت لپاره نه وې، بلکې موخه یې د یوې خوندي او باثباته سیمې رامنځته کول او له سیمې هاخوا د امنیت په ټینګښت کې ونډه اخیستل هم وو.

 

شهباز شریف د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډې ته په داسې حال کې د افغانستان په اړه دا څرګندونې کړې دي چې د سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د غونډې په وروستۍ ورځ په خپله اعلامیه کې هم د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت یادونه کړې ده.

 

په اعلامیه کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې د ټولو قامي، مذهبي او سیاسي ډلو د استازو په ګډون د یو ټولشموله حکومت جوړېدل د تلپاتې سولې او ثبات لپاره مهم دي.

 

د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو همداراز د یو خپلواک، بې طرفه، متحد، سوله ییز او له ترهګرۍ، جګړې او نشي توکو څخه د پاک افغانستان ملاتړ کړی دی.

 

خو د طالبانو حکومت بیا په تکرار سره ویلي دي چې اوسنی حکومت ټولشموله دی او له سیاسي مخالفانو سره د واک د وېش یا سیاسي مذاکراتو اړتیا نه ویني.

 

د پاکستان او طالبانو د حکومت اړیکې په وروستیو کلونو کې تر ډېره د امنیتي مسئلو له امله ترینګلې شوې دي. اسلام اباد دعوه کوي چې تحریک طالبان پاکستان او ورسره تړلې وسله والې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

 

طالبان دا تورونه ردوي او وايي، د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد د کارولو اجازه ور نه کړي.