نیویارک : پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي دي، چې که د افغانستان له خاورې وسله وال د پاکستان امنیت ته خطر پېښوي، اسلام‌ اباد به د اړتیا پر وخت د نړیوال قانون له مخې د ځان دفاع حق وکاروي.

 

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد ،د سپتمبر پر ۱۶مه، د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته وویل، چې پاکستان د روانو وسله والو بریدونو پر وړاندې لاس تر زنې نه شي کېناستلی.

 

هغه وویل، پاکستان به د اړتیا پر وخت د نړیوال قانون له مخې د ځان دفاع وکړي او د هغو کسانو او ډلو پر ضد به اقدام کوي چې د پاکستان وګړو او ملي امنیت ته خطر جوړوي.

 

عاصم افتخار یو ځل بیا وویل چې تحریک طالبان پاکستان او نورې وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي. هغه د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د دغو ډلو پر ضد کره او د تایید وړ ګامونه واخلي.

 

د پاکستان حکومت : له افغانستانه د باړې له لارې کشمیر ته د وسلو رسولو ډله نیول شوې
د پاکستان حکومت : له افغانستانه د باړې له لارې کشمیر ته د وسلو رسولو ډله نیول شوې
پاکستان ملګرو ملتونو ته : په افغانستان کې ټي ټي پي او نورې وسله والې ډلې له نوې ټکنالوجۍ کار اخلي
پاکستان ملګرو ملتونو ته : په افغانستان کې ټي ټي پي او نورې وسله والې ډلې له نوې ټکنالوجۍ کار اخلي
شکیب : د افغانستان او پاکستان امنیت له یو بل سره تړلی دی
شکیب : د افغانستان او پاکستان امنیت له یو بل سره تړلی دی

 

د پاکستان د استازي دا څرګندونې ځکه مهمې دي چې اسلام‌ اباد د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په ښکاره د افغانستان له خاورې د امنیتي خطر په تړاو د «ځان دفاع» حق یاد کړی دی.

 

طالبانو تر دې مخکې ویلي دي چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي. د طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه هم رد کړي چې ګنې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو ته په افغانستان کې ځای ورکړل شوی دی.

 

پاکستاني چارواکي بیا وايي، چې د افغانستان له واکمنو یې څو ځله غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو پر ضد اقدام وکړي. تر اوسه طالبانو د عاصم افتخار احمد د سپتمبر د ۱۶مې دغو تازه څرګندونو ته ځانګړی ځواب نه دی ورکړی.